افغانستان – پلازمېنه کابل
72086873
په خپرو شوو انځورونو کې داسې ښکاري چې طالب چارواکو د اختر له پاره په ښارونو او مسجدونو کې کلک امنيتي تدابیر نيولي دي.
افغانستان – پلازمینه کابل
72086759
مسلمانان په کال کې دوه مذهبي اخترونه لري. د اختر په ورځو خلک په خپلو کې لیده کاته کوي حتی مرور دوستان هم یو بل ته غاړې ورکوي.
کراچۍ، پاکستان
68781633
د رپوټونو پر اساس، پاکستان کې اختر یوه ورځ وروسته دوشنبه د مارچ په ۳۰مه دی.
سعودي عربستان – مکه
65395961
د سعودي عربستان سترې محکمې د شنبې په ورځ ناوخته د نويې میاشت اعلان وکړ او وې ویل چې یکشنبه د مارچ ۳۰مه اختر دی.
غزه
72084020
په غزه کې یو شمېر فلسطیني ماشومانو له اختر یوه ورځ مخکې ځان ته د لوبو وسایل اخیستي. یوه فلسطيني اسوشتید پریس ته وویل چې سږنی اختر د «خفګان اختر» دی. خو د ماشومانو له پاره یوه نسبي خوشالي ده.
استانبول، ترکیه
61656444
ترکیه هم د هغو هېوادونو له ډلې ده چې یکشنبه د مارچ ۳۰مه ېې کمکی اختر کړی دی.
69462141
د اختر له رارسېدو مخکې مسلمانان د اختر ورځو له پاره نوي جامې او خواږه رانیسي. په دغو ورځو کې په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي او ځينې وخت پر بیو هم خپل اغیز اچوي. انځور کې په استانبول کې د ګرند بازار یوه کوڅه ده.
سوډان
72086925
په سوډان کې هم نن مسلمانان کمکی اختر لمانځي. په انځور لمونځ کونکي د سوډان په «پورت سوډان سټډيوم» کې د اختر لمونځ ادا کولو پرمهال لیدل کيږي.
یمن – پلازمینه صنعا
72086639
یمن هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د مارچ ۳۰مه ېې اختر کړی. د لمونځ کونکو په منځ کې یوه یمنۍ ماشومه هم ترسترګو کیږي چې کمرې ته ګوري.
بیت المقدس
72086542
په دغه انځور کې لمونځ کونکي ليدل کیږي چې د بیت المقدس الاقصی مسجد په انګړ کې د اختر لمونځ د ادا کولو له پاره راټول شوي دي.
آلمان – د کولن جامع مسجد
65394254
د آلمان د کولن ښار جامع مسجد نن د اختر په لومړۍ ورځ د سلهاوو لمونځ کونکو شاهد و. د آلمان په ځينو مسجدونو کې د لمونځ کونکو شمېر د ډېروالي له کبله د اختر لمونځ په دوو وختونو کې ترسره کيږي.
هالند
72086951
په هالند کې هم د یکشنبې په ورځ اختر دی. دا د هالند په روتردام ښار کې د مولانا په نوم مسجد اړوند میدان دی چې لمونځ کونکي په کې د اختر لمونځ ادا کوي.