ترکيه: د اردوغان مهم سیاسي مخالف امام اوغلو نيول سوی
۱۴۰۳ اسفند ۲۹, چهارشنبهد استانبول د نیول سوي ښاروال، اکرم امام اوغلو په وړاندې د ډیر شمیر تورونو له امله پلټنې روانې دي. لکه څنګه چې دولتي خبري آژانس انادولو رپوټ ورکړی دی، د ترکیې قضایي ادارې د اپوزیسیون د سوسیال ډیموکراټیک ګوند CHP دغه سیاستوال او په لسونو نور کسان په دوو بېلابېلو قضیو کې په ترهګرۍ او سازمان سویو جرمونو تورن کړي دي.
اړوند:اردوغان: که د سوریې کردان وسلې کښېنږدي له منځه به یوړل شي
په مشخص ډول هغوی، په یوه جرمي سازمان کې د غړیتوب، اختلاس، رشوت، درغلۍ او داوطلبۍ کی د لاسوهنې په شک تورن دي. په دغه قضیه کې د ۹۹ کسانو د نیول کیدو امر سوی وو. د امام اوغلو په ګډون اوه نور کسان د کردانو د منع سوي کارګر ګوند (PKK) د ملاتړ په تور تر پلټنو لاندې دي.
اړوند:د کردستان د کارګر ګوند منحل کيدل؛ په ترکيه کې به تاوتريخوالی پای ته ورسيږي؟
د انادولو په حواله، د چهارشنبې په ورځ (مارچ ۱۹مه) ۷۹ کسان نیول سوي دي چې په هغو کې د استانبول د دوو ناحيو ښاروالان او یو نامتو سندرغاړی هم شاملیږي.
امام اوغلو د ترکیې د ولسمشر، رجب طیب اردوغان تر ټولو مخکښ سیال بلل کیږي او باید د يکشنبې په ورځ (د مارچ ۲۳ مه) د خپل ګوند له خوا د ولسمشرۍ د کاندید په توګه ونومول سي.