د آلمان کابینې د داوطلبانه پوځي خدمت لایحه تصویب کړه
۱۴۰۴ شهریور ۵, چهارشنبهد آلمان کابینې د نوي پوځي خدمت د معرفي کولو له پاره لایحه جوړه کړه. د آلمان د خبري آژانس په حواله د دفاع وزارت په یوه غونډه کې، وزیرانو هغه قانوني چوکاټ تصویب کړ، چې د ځوانانو له پاره د پوځي نوم لیکنې سیسټم معرفي کوي. زياته سوې چې په پیل کې به تمرکز پر داوطلبانه او ډیر جذاب خدمت باندې وي.
اړوند:آلمان غواړي د اروپا «تر ټولو قوي» پوځ ولري
د سولې پر وخت د عسکرۍ خدمت ته بیرته ستنیدل، لکه څنگه چې یې په وار وار غوښتنه سوې، په تیره بیا د مسیحي سوسیال او مسیحي ډیموکراټ CDU/CSU سیاستوالو له خوا ورباندي توافق ونه سو. خو د سوسیال ډیموکراټ له گوند څخه د دفاع وزیر، بوریس پیستوریس د هغه د فعاله کیدو له پاره اساسي شرایط څرگند کړل. کله چې دفاعي وضعیت او د عسکري خدمت له پاره د داوطلبانو کمښت دغه اړتیا رامنځته کړي، نو د آلمان پارلمان باید هغه تأیید کړي. د آلمان پارلمان به همدارنگه د هغه قانون په هکله هم چې اوس تصویب سو، پریکړه وکړي.
د پیسو زیاتوالی باید د داوطلبانه عسکري خدماتو جذابيت ډېر کړي
د آلمان پوځ څه ناڅه ۸۰ زره اضافي فعاله سرتیرو ته اړتیا لري. دا ځکه چې ناټو په دې باور ده چې آلمان د مثال په ډول د روسیې د برید په وړاندې د مقاومت له پاره د ۲۶۰ زرو نارینه او ښځینه ثابت ځواک ته اړتیا لري.
د پوځي خدمت اصلي هدف د یوه، لا ستر د ذخیرې د ځواک بڼسټ ایښودل دي. په پلان کې ده چې نوموړی هدف به په ۱۵ زرو نورو سرتیرو سره پیل سي او د سرتیرۍ اجباري خدمت چې په ۲۰۲۷ م کال کې پیل کیږي، معرفي سي. د نوم د ثبتولو له پاره باید ځوانان د پوښتنو په یوې فورمه کې معلومات ورکړي چې آیا د عسکرۍ د خدمت له پاره آماده دي او په وس یې پوره ده، ښځې هم کولای سي دا کار سرته ورسوي.
اړوند:د آلمان پوځ د نویو سرتیرو د جذب باوجود کوچنی شوی دی
د نوي پوځي خدمت له پاره ټاکلې ډله له اتلسو څخه تر ۲۵ کلونو پورې عمر لرونکي کسان دي. پیستوریس په دې اړه څو کړنلارې تعقیبوي تر څو دغه خدمت لا پسې زړه راکښونکی کړي. د نورو ترڅنگ د لوړ معاش ورکول. په دې هدف به په راتلونکي کې د پوځي خدماتو ترسره کوونکو ته د موقت سرتیرو په توگه معاش ورکړل سي او په دې ډول به په میاشت کې له ۲۰۰۰ یورو څخه اضافه خالص عاید ترلاسه کړي.
د نوي کال له پیل څخه به هغو ځوانو نارینه وو او ښځو ته د پوښتنو فورمې وویشل سي چی د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري، تر څو د عسکري د خدمت له پاره د هغوی لیوالتیا او وړتیا ارزیابي سي. د ۲۰۲۷ م کال په منځ کې به ځوان نارینه، حتی که د عسکرۍ د خدمت له پاره یې عریضه نه وي وړاندې کړې، د طبي معایناتو د ترسره کولو له پاره واستول سي.
په عین حال کې د آلمان صدراعظم، فریدریش میرڅ وویل: «دغه طرحه حکومت ته اجازه ورکوي چې په راتلونکي یوه یا دوو کلونو کې، په نظر کې نیول سوو ارقامو ته د نه رسیدو په صورت کې به د اجباري خدمت په لور روان سو.» خو زیاته یې کړه چې ډاډه دی چې په اوسنۍ طرحې سره به ياد هدف ترلاسه سي.