د آلمان پولیسود کوچنیانو د قاچاق له زیاتیدو څخه خبرداری ورکړ
۱۴۰۴ شهریور ۷, جمعهد آلمان د جنايي پولیسو ادارې«بي کې آی» د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اگست ۲۸ مه) اعلان وکړ چې په ۲۰۲۴ م کال کې یې د انساني قاچاق د پیښو په هکله، ۵۷۶ پلټنې پای ته رسولي دي چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيی او په ۲۰۰۰ م کال کې ددغه ډول ارقامو د راټولو راهیسې تر ټولو لوړه کچه ده.
ډیری دغه دوسیې (۳۶۴مورده) د جنسي گټې اخیستنې په هکله وې چې دا په تیره یوه لسیزه کې د آلمان د جنايي پولیسو له خوا تر ټولو لوی رقم دی.
اړوند:د آلمان پولیسو له کوچنیانو د ناوړه جنسي گټې اخیستنې پلتفورم بند کړ
چارواکي وايي چې دغه ډول ناوړه گټې اخیستې مخ په زیاتیدونکي ډول په شخصي کورونو کې رامنځته کیږي او له دغه ډول ځایونو څخه څارنه ستونزمنه ده. دغې ټکي ته په پاملرنې سره، جنايي اداره دې نتیجې ته ورسیده چې د جرمونو ریښتینې شمیرې له ثبت سوو ارقامو ډیرې زیاتې دي.
قربانیان او شکمن کسان ډیری وخت له اروپایي هیوادونو او یا هم له اروپا څخه بهر دي او د چینايی او کولمبیايی قربانیانو ترمنځ د پام وړ زیاتوالی لیدل کیږي.
د آنلاین په ساتنه کې ضعف، کوچنیان له خطر سره مخامخ کوي
په آلمان کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې د فدرالي ادارې د رپوټ په حواله، ډیری دغه قربانیان ښځې، ځوانان او تر قانوني سن لاندې کسان دي. دغه اداره وايی چې د نوموړو جرمونو عاملین ډیری وخت د »میئن هلک« په نوم چلند له لارې له قربانیانو سره اړیکې نیسې.
په دغه رواج سوي تکتیک کې، یو سړی ځان د قرباني ښځې میئن ښکاره کوي، یوه جعلي اړیکه رامنځته کوي او ځان پورې تړي او وروسته له دغه ډول انحصار څخه په گټې اخیستنې سره هغه بدلمنۍ ته مجبوره کوي. د آلمان له جنايی جرمونو سره د مبارزې ادارې ویلي : «په دغه تاکتیک کې رواني او جسمي زورزیاتی مخ په زیاتیدونکي ډول نقش لوبوي.»
اړوند:يونيسف: تر ۳۷۰ میليونه ډېري نجونې د جنسي زور زياتي ښکار شوي
پولیس وايی چې تر قانوني سن لاندي کسان په ځانگړي ډول تر خطر لاندې دي او په کوچنیانو او نوو ځوانانو اړونده له ۲۰۰ څخه زیاتې دوسیې موجودې دي چې تقریباً ټول یې تر تجارتي جنسي ناوړه گټې اخیستنې لاندې راغلي دي.
په ویسباډن کې د آلمان له جنايی جرمونو سره د مبارزې ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ:« د نورو عواملو ترڅنگ، ددغو ارقامو د زیاتوالي یو له دلایلو څخه دادی چې بیلابیل آنلایني پلتفورمونه د ساتنې ډیر کم میکانیزمونه لري او دغه موضوع له انترنټ څخه د یوې وسیلې په توگه کار اخیستنې سره، تر قانوني سن لاندې کسانو څخه ناوړه استفاده آسانه کوي.» دغې ادارې ویلي دي چې «په دوو مواردو کې، کوچنیان په آنلایني ډول د خرڅلاو له پاره عرضه سوي دي.»
ډیری شمیر کارکوونکي هم قاچاق کیږي
له جنايی جرمونو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ م کال کې یې له کاري ځواک څخه د ناوړه گټې اخیستنې بې سارې شمیرې څیړلي دي. دغې ادارې ویلي دي: «په دغو مواردو کې ډیری وخت، د مؤقتو کارونو آژانسونه او په اوله درجه کې له ختیځې اروپا او جنوب ختیځې آسیا څخه کسان شاملیږي.»
د آلمان له جنايی جرمونو سره د مبارزې ادارې څرگنده کړې ده چې د انساني قاچاق په هکله پلټنې او د هغوي استثمار د پولیسو د پلټنو په نتیجه کې افشا کیږي. ددغې ادارې په حواله «ډیری قربانیان له بیرې او یا هم له قانوني وضعیت څخه د بې خبرۍ له امله له ادارو سره اړیکه نه نیسي. له دې کبله نه ثبت سوي ارقام ډیر لا هم لوړ دي.»