د آلمان په اوکسبورگ کي هم بسونه او میتروگاني وړیا کیږي
۱۳۹۸ دی ۹, دوشنبهد بایرن ایالت د یوه لوی ښار، اوکسبورگ په مرکزي برخه کي به د نوي کال په پیل سره بسونه او میتروگاني مفتي سي. په دې سره به په دې ناحيه کې چي ۳۰۰۰۰۰ اوسیدونکي لري، د هوا کیفیت ښه سي.
د دغه ښار دوهمې ښاروالې، ایوا وېبر وویل: «موږ غواړو د »ستي زون« يا مرکزي برخې په رامنځته کولو سره د موټرونو د ازدحام په کمولو سره د پارکینگ لټوونکو شمير راکم کړو، دښار دننه د خلکو له پاره په زړه پوري کړو،ترڅو د رستورانتونو او مغازو کار وبار تقویه سي.» د ښار د مرکز دغه ساحه چي نور ټکټانو ته حاجت نه لري، د نهو تمځایونو ساحه په بر کي نیسي.
کرايي بایسکلونه او برقي موټرونه
د ښار په مرکز کي د بسونو او میتروگانو د وړیا کیدو تر څنگ به په ټول اوکسبورگ کي د ترانسپورت داسي یو پلاتفورم تطبیق سي، چي پراساس به یې خلک د میاشتي د معینو پیسو په مقابل کي کرايي بایسکلونه او برقي موټرونه هم استعمال کړي. په دې وسیلې سره به نور هم ډیر انسانان په خپلو موټرونو کي له سفر کولو څخه منصرف او ترافیکي گڼه گوڼه راکمه سي.
د بایرن ایالت د فانین هوفن ښاري ناحیه حتی د ۲۰۱۸ م کال په ډسمبر میاشت کي په بسونو کي مفت تگ راتگ عملي کړی ؤ. تقریبأ دوې میاشتي دمخه تر سره سوې په بسونو کي دسفرکونکو شمیرني وښودله، چي د دوو اونیو په موده کي دقیقأ ۲۲۶۵۰ کسانو د بسونو څخه استفاده کړې ده. په دې ډول سره د پخوا عین وخت په مقایسه دوه چنده خلکو د بسونو څخه استفاده کړې وه.
دا هم په داسي حال کی ده، چي لوگزامبورگ هم اوس اعلان کړی دی، چي د نوي کال په شروع کيدو سره به لومړی د دغه هیواد په ځینو برخو او د مارچ له اولي څخه به بیا په ټول هیواد کي بسونه او میتروگاني مفتي سي. په دې سره نو لوگزامبورگ د نړی لومړنی هیواد وي، په کوم کي چي سړی نور په بسونو او میتروگانو کي ټکټ ته حاجت نه لري.
یوازي د ریل په بزنیس کلاس یا اوله درجه کابینونو کی باید ټکټ واخیستل سي. د ټکټ خرڅولو غرفې به یې وتړل سي او کنټرولران به یې نوي وظایف په لاس راوړي. دا د هغو کسانو له پاره، چي د جرمني او نورو اروپايي هیوادونو څخه هره ورځ د کار په خاطر لوگزامبورگ ته ورځي، هم ډیره گټه رسوي. دا کار به په دغه هیواد کي سیاحت ته هم ښه زمینه برابر کړي.