د آلمان په اوبو کې غورځول شوی بوتل څنګه نیوزیلند ته ورسید؟
۱۳۹۸ اسفند ۶, سهشنبهیوې آلمانۍ کورنۍ نږدې یوه لیسزه مخکې په یوې پُرزه ليک کې د خپلې کورنۍ د غړو د نومونو او ادرس ترڅنګ یو پیغام لیکلی وو او هغه یې بیا په راین سیند کې لاهو کړی وو. له نوموړي کورنۍ سره له نیوزیلنډ څخه تماس ونیول شو چې په بوتل کې ځای پرځای شوی دغه لیک یې ترلاسه کړی دی.
د ګوګوز په نامه دغې آلماني کورنۍ یو لیک ترلاسه کړی دی چې د سکات، جولیا، لیا او ایلیس له خوا لاسلیک شوی دی. دا لیک د نیوزیلنډ له آکلینډ ښار څخه استول شوی دی. په دې لیک کې د دغې کورنۍ د غړو نومونه اخیستل شوي او لیکل شوي دي چې ګرانې سیلا، فریدا، مایا او ژون، موږ په یو بوتل کې ستاسې پيغام ترلاسه کړی دی. موږ د نیوزیلنډ له آکلیند ښار څخه دا ځواب در استوو. ستاسې لیک یو اوږد مزل وهلی دی.
اوس دغه آلماني کورنۍ د دې نیوزیلنډي کورنۍ په لټه کې ده. د دې کورنۍ یوه غړي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: «د یوه کوچني بوتل یو اوږد سفر. له بده مرغه دا بوتل چې چا موندلی دی موږ ته یې د ځان په هکله معلومات نه دي راکړي. د سکاټ، جولیا، لیا او ایلیس په پیدا کولو کې له موږ سره مرسته وکړئ. موږ غواړو له هغوي څخه مننه وکړو.»
جولیا ګوګوز پر دې خبرې د حیرانتیا په ښکاره کولو سره ویلي : «دومره کلونو وروسته تماس نیول کیدو موږ په تعجب کې اچولي یوو او هغه هم له دومره لیري فاصلې. د دې بوتل یو ویرونکی منزل؛ نیوزیلند. له بده مرغه موږ پخپله هیڅکله هم نه یو توانیدلي چې هلته لاړ شو.»
نوموړۍ زیاته کړې ده: «شاوخوا اوه یا اته کاله مخکې موږ یو پيغام ولیکه او بوتل مو په سیند کې لاهو کړی وو. دا یو غیر ارادي کار وو چې د هغې مونږ هیڅ کله امید نه درلود چې یوه ورځ به موږ د هغې ځواب هم ترلاسه کوو.»
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز