د آلمان نوی حکومت غواړي د افغانانو منلو ته ژمن پاته سي
۱۴۰۴ خرداد ۱۵, پنجشنبهد جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جون ۴) د دغه هيواد په پارلمان کي د یوې حکومتي پوښتنې د جواب په ترڅ کي وویل: «په هر هغه ځای کي چي موږ د منلو له پاره لازمې قانوني ژمنې ولرو، طبعاً به هغه ترسره کړو.»
د جرمني پخواني حکومت په پام کي درلودل، ټولې هغه ژمنې چي پخوا یې له خطر سره مخامخ افغانانو د منلو له پاره کړې وې، وساتي. د اتحادي گوندونو مسیحي سوسیال او مسیحي ديموکرات CDU/CSU او همدارنگه سوسیال دیموکراټ SPD له گوند څخه جوړ، نوي حکومت په خپلې ائتلافي هوکړې کي اعلان وکړ چي د داوطلبانه منلو برنامې به "د امکان ترحده" پای ته ورسوي.
اړوند:آلمان نور افغانان هم راانتقالوي
له هغه وخته راهیسې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ترلاسه کړی دی، جرمني له افغانستان څخه هغه له خطر سره مخامخ خلک مني چې په پاکستان کې د تنظیم سویو چارټر الوتنو له لارې راځي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، اوس مهال شاوخوا ۲۵۰۰ افغانان لا په پاکستان کې موجود دي چې له قانوني پلوه د منلو په چوکاټ کي یې ژمنې ترلاسه کړي دي او د پرواز په تمه دي.
اړوند:جرمني؛ زرغون ګوند د افغانانو پر منلو ټینګار کوي
د دوی په منځ کې سلگونه هغه محلي کارمندان هم شامل دي چې د آلمان له پوځ او یا هم وزارتونو په څیر ادارو کې یې کار کړی دی.