د آلمان مهمي ځانګړتياوي وپېژنئ ـ انځوريزالبوم
آلمان په نړۍ کي يو مثبت رول لوبوي او په نړيواله توګه يو محبوب هيواد دی. ايا تاسو هغه ځانګړتياوي پېژنئ چي زيات انسانان يې دغه هيواد ته منسوبوي؟ له دغو څخه د آلمان هغه مهم خاصيتونه دلته وپېژنئ:
رغنده ونډه
په زياته په تيرو لسيزو کي په نړيوالو موضوعاتو کي د آلمان رول زياتو انسانانو مثبت ارزولی دی. آلمان په يو شمېر نړيوالو ستونزو کي د هواري په مقصد مثبت رول لوبولی او په يو شمېر مثبتو بدلونونو کي يې رغنده ونډه درلودلې ده. په داسي حال کي چي زيات نړيوال د آلمان رول مثبت ارزوي، د روسيې او امريکا د سياست په وړاندي بیا منتقدين زيات دي.
د ملګرتيا لاس
نوی آلمان له پخواني آلمان سره توپير لري. په داسي حال کي چي د آلمان/جرمني پخواني قيصر(پاچا) د نړۍ بيلو برخو ته خپل جنګي بېړۍ لېږدولې او د آلماني د يکتاتور تر قومندې لاندي زيات شمېر آلمان عسکر نورو هيوادونو ته ولېږدول سول، ننی آلمان د نړۍ د اکثريت هيوادونو سره صميمانه او دوستانه اړيکي لري.
ستر اقتصاد
داسي هيوادونه هم سته چيري چي د آلمان په وړاندي تنقيدونه موجود دي. د بېلګي په توګه په يونان کي د آلمان د لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل په وړاندي منتقدين سته. د دغو کسانو په فکر آلمان د ستر اقتصاد لرونکي هيواد په توګه په دې کي رول لاره چي اروپايي اتحاديه او نړيوال وجهي صندوق د يونان د قرضو د بحران پر وخت پر يونان زيات فشار راوړي.
د بيلا بيلو ولسونو کور
په آلمان کي ګڼ شمېر بهرنيان تحصيل، کار او ژوند کوي. د آلمان تعليمي نظام او په همدې شان شرکتونه يې د نړيوالو له پاره جذاب دي. زيات شمېر هغه بهرنيان چي په آلمان کي ژوند کوي د آلمان د کلتور برخه ګرځېدلي او په عيني حال کي هغوی خپل کلتور د آلمان په ټولنه کي هم معرفي کړی دی. لکه د برازيل هيواد دغه ډله چي په انځور کي معلوميږي.
آرامي خوښوونکي انسانان
دلته ژوند ښه دی. فرانکفورټ، دوسلدورف او مونشن د آلمان له لويو او محبوبو ښارونوڅخه شميرل کيږي. که څه هم چي زيات آلمانان پر خپل هيواد زياتي نيوکي او ګيلې کوي خو کله چي بهر سفر ته ولاړ سي نو بيا يې په آلمان کي خپل آرام ژوند او ورته موجودي آسانتياوي بېرته ورپياد سي.
بهترين کېفيت او معيار
د آلمان ښه جوړ سوي سړکونه، تعليميافته وګړي، قانونيت او نظم. دا هغه څيزونه دي چي له کبله يې په زياته شرکتونه آلمان ډېر خوښوي. د پانګونې له پاره آلمان په نړۍ کي څلورم ستر هيواد دی. د دغه هيواد قوي اقتصاد د يورو ساحې د بحران پر وخت هم زيات اغېزمن نه سو.
آلمان کي جوړ سوی
که موټر وي او که د اوړو ژرنده وي، کله چي (Made in Germany) يا «په آلمان کي جوړ سوی» پر ليکل سوی وي، نو هغه توليد د بهترين کېفيت او معيار ضامن بلل کيږي. خو ډېر کم کسان په دې خبر دي چي زيات آلماني مصنوعات د آلمان څخه دباندي په نورو هيوادونو کي توليديږي. په دې توګه نو زيات شمېر هغه هيوادونه، چيري چي آلماني شرکتونه توليد کوي، هم په دې کي برخه لري.
نظامي تجهیزات
د وسلو توليد د آلمان د اقتصاد په ټيکاو کي مهم عنصر بلل کيږي. د دويمي نړيواله جګړې وروسته آلمان د نظامي تجهيزاتو توليدوونکی مهم هيواد دی. په آلمان کي جوړ سوي زيات نظامي تجهيزات د ناټو د سيمو دباندي هيوادونو ته هم لېږدول کيږي چي زيات وختونه دغه عمل په آلمان کي دننه هم د تنقيد سره مخامخ وي. د بېلګي په توګه سعودي عربستان ته د ليو ټانکونو لېږد شخړيزه موضوع ده.
کلتور
يوهان ولفګانګ فون ګویته د آلمان تر ټولو مشهور او محبوب ليکوال بلل کيږي. د آلماني ژبي هغه مراکز چي په ټوله نړۍ کي تدريس کوي، د همدغه ليکوال يعني «ګویته» په نوم ياديږي. په دغه انځور کي د آلمان په ختيځ وايمار کي د ګویته خونه انځور سوې ده. نوموړي په دغه خونه کي خپل زيات اشعار ليکلي دي. د ګویته په شان آلمان نړۍ ته زيات نور مفکرين او ليکوالان ورکړي دي.
آلمانی فټبال
په زياته د آلمان فټبال کلبونه لکه بايرن مونشن او بوروسيا دورتمند په ټوله نړۍ کي مينه وال لري. د دې تر څنګ د آلمان د ملي فټبال لوبډلې مينه وال هم زښت زيات دي. آلمان څلور ځله د فيفا د فټبال په نړيوالو سياليو کي د اتلولۍ جام خپل کړی دی. فټبال په آلمان کي تر بلي هرې لوبي زيات مينه وال لري.
آلماني بير
بير د شرابو يو قسم دی چي په آلمان کي زيات توليد لري. د آلمان په بايرن ايالت کي هر کال د اکتوبر مېلې په ترڅ کي د نړۍ له بيلو بيلو برخو څخه ګډونوال شرکت کوي. په دغه مېله کي زيات ګډونوال د څرمني ځايي پتلون اغوندي او بير چښي.