د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ایران ته سفر کوي
۱۳۹۸ خرداد ۱۶, پنجشنبهد بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا ادیبهر، د پنجشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل چې هایکو ماس، به د منځني ختیځ هیوادونو د سفر په ترڅ کې اردن، متحده عربي آماراتو او ایران ته ولاړ شي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت روښانه کړې ده چې د هایکو ماس دغه سفر له فرانسې او بریتانیا سره هم همغږی شوی دی. پر دې سربیره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره هم په دې اړه بحثونه شوي دي.
آلمان، بریتانیا او فرانسه هغه درې هیوادونه دي چې له ایران سره د اتومي تړون د ژغورنې هڅې کوي. دغه تړون تر هغه وروسته له ګواښ سره مخامخ شو چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ترې د یو اړخیز وتلو پریکړه وکړه. واشنګټن له دې تړون څخه تر وتلو وروسته پر ایران باندې اقتصادي بندیزونه سخت کړي دي. په وروستیو وختونو کې د امریکا او ایران اړیکې له همدې کبله ډیرې ترینګلې شوې هم دي.