د آلمان درې گوندونو پر حکومت جوړیدو توافق کړی
۱۴۰۴ فروردین ۲۰, چهارشنبهدوو اتحادي گوندونو، مسيحي ډیموکراټ او مسيحي سوسیال (سي ډي یو/ سي اس یو) او سوسیال دیموکراټ گوند (اس پي ډي) د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اپریل ۹) د یوه ائتلافي حکومت د جوړیدو له پاره خپل شپږ اوونیز بحثونه پای ته ورسول.
په پام کي ده چي دغه گوندونه به د ائتلافي تړون جزیات چي د گوندونو د بیرغونو په رنگ «تور او سور» ائتلاف مشهور دی، د چهارشنبه په ورځ تر غرمې وروسته په یوه گډ خبري کنفرانس کي اعلان کړي.
محافظه کاره فراکسیون د فبرورۍ پر ۲۳ مه پارلماني انتخاباتو کي تر ټولو زیاتې رايي په لاس راوړې، خو د یوه حکومت د جوړیدو له پاره یې له یوه بل گوند سره ائتلاف ته اړتیا درلوده او په دې ډول یې له سوسیال ډیموکراټ گوند سره خبرې اترې پیل کړې.
د دغو گوندونو د هوکړې له مخې ښايي له دیموکراټ مسیحي گوند څخه فریدریش میرڅ په می میاشت کي د جرمني د نوي صدراعظم په توگه وټاکل سي. د دغو گوندونو ائتلافي توافق باید په خپله د دغو گوندونو له خوا هم تائيد سي.
اړوند:د مسيحي ديموکرات ګوند کانديد فرېدرش میرڅ څوک دی؟
په سوسیال ډیموکراټ گوند کي به عادي غړي او د گوند مشرتابه په ډیجیتالي ډول دغې هوکړې ته رایه ورکړي. مسیحي ډیموکراټ گوند په یوه گوندي کنوانسیون کي د دغه توافق په هکله رایه اخیستنه کوي او د بایرن په مسیحي سوسیال گوند کي د گوند د مشرتابه یوه کمېټه د دغه توافق د تائيد په هکله پریکړه کوي.
د رسنیو د لومړنیو رپوټونو له مخې د کورنیو او بهرنیو چارو وزیران له محافظه کاره او د دفاع او مالیې وزیران د سوسیال دیموکراټ گوند له خوا معرفي کیږي.