د آلمان او طالبانو ډیپلوماټانو په دوحه کي سره لیدلي
۱۴۰۴ تیر ۲۵, چهارشنبهپه دوحه کي د افغانستان سفارت چي د طالبانو په کنترول کي دی، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چی په دوحه کي د دغې ډلې سفیر سهیل شاهین، د افغانستان له پاره دآلمان د سفارت له شارژدافیر رالف دیتر راینهارد، سره لیدلي دي.
سهیل شاهین، د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جولای ۱۴) دویچه ویله ته وویل چي په دغه لیدنه کتنه کي «په آلمان کي افغانانو ته د قونسلي خدماتو، له هغو افغان مهاجرو سره چي له ایران او پاکستان څخه هیواد ته ستنیږي، د بشري مرستو او روغتیا په هکله بحثونه سوي دي.»
د افغان مهاجرو د اخراج په هکله له طالبانو سره د خبرو اترو بحث
که څه هم آلماني چارواکو تراوسه پوري د دغې لیدني کتني او هغو موضوعگانو په هکله چي ورباندي بحث سوی دی، خپل نظر نه دی وړاندي کړی، خو دغه لیدنه کتنه په داسي یوه وخت کي سوې ده چي د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت، هڅه کوي د هغو افغان مهاجرو د اخراج په هکله له طالبانو سره مستقیمي خبرې اترې وکړي، چي جرمونه یې کړي دي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر پر انتقادونو سربیره د خپل دغه وړاندیز دفاع کړې ده او حتی په آلمان کي یې دافغانستان د نمایندگیو د کنترول په اړه د طالبانو له غوښتني څخه خبره کړې ده:« که اوس طالبان افغانان د خپل استازي په توگه دلته راواستوي چي ښايي وروسته په برلین کي کار وکړي، کیدای سي دا کار پرته له ډیپلوماټیک په رسمیت پیژندلو هم عملي سي. که موږ د هغو ستونزو د حلولو له پاره چي موږ یې غواړو یو منځگړی کس ولرو، نو زه په دې برخه کي کوم مشکل نه لرم.»
په تخنیکي کچه خبرواترو باندي ټینگار
سره له دې د آلمان د حکومت ویاندان ټینگار کوي چي دغه خبرې اترې یوازي په تخنیکي سطحه دي چي مخکي لا موجودې وې او تازه نه دي.
اړوند:طالبان: ۳۹ سفارتونه او قونسلگرۍ زموږ په کنترول کي دي
د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاندي بریته بیلاگه هارمن، د دوشنبې په ورځ په خپل ورځني کنفرانس کي په دې اړه وویل: «موږ په جدیت سرهافغانستان ته د اخراجونو د ممکن کولو په اړه، په ائتلافي هوکړه کي په ښکاره ډول درج سوي ماموریت پر عملي کولو کار کوو او په دې اړه د لازمو گامونو د پورته کولو د ارزونې په حال کی یو.»
هغې ټینگار وکړ چي د کورنیو چارو وزیر په تخنیکي سطحه د خبرو اترو خبره کړې ده.
دا په داسي حال کي ده چي په برلین کي د افغانستان سفارت او په مونشن کي د دغه هیواد قونسلگري د طالبانو له ادارې سره اړیکې لري او د آلمان حکومت هم یوازي له دغو استازولیو څخه صادر سوي اسناد مني.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت وايي چي دغه موضوع د طالبانو له خوا د بشپړ کنترول ښکارندويي نه کوي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند کریستیان واگنر، په دې اړه د پوښتنې په جواب کي وویل چي په آلمان کي د طالبانو له خوا معرفي سوي هیڅ کوم ډیپلومات ته باور لیک نه دی ورکړل سوی.