دوو وروڼو د خپلې مور دوکان څنګه په يوه نړيوال شرکت بدل کړ؟
د الدي (Aldi) مغازه په آلمان کې د افغان او نورو مهاجرو په منځ کې د مناسبو نرخونو له امله مشهوره ده. د آلبرت وروڼه څنګه وتوانيدل دغه مغازه جوړه او بيا نه يوازې آلمان پرې پر دوو برخو وويشي، بلکې نړيوال شرکت يې وګرځوي؟
هر څه د بقالۍ له يوې هټۍ پيل شول
د کارل او تئو آلبرشت نومونه هر کال د آلمان تر ټولو سرمايه دارو کسانو په نوملړ کې راځي. د دوی پلار نانوای او مور ېې د بقالۍ دوکان درلود. تر نړيوالې جګړې وروسته دوي د مور د بقالۍ دوکان کار وبار په خپل لاس کې ونيو او له هماغه يې بالاخره يو داسي شرکت جوړ کړ چي په نړۍ کي مشهور شو.
کارل البرشت
کارل البرشت په۱۹۲۰م کال کې چې تازه ۱۸ کلن شوی وو د نړيوالې جګړې په پیل سره عسکرۍ ته واستول شو. دی د روسیې په جګړو کې ټپي شو او بيرته آلمان ته راوړل شو.
تئو آلبرشت
تئو آلبرت له خپل ورور څخه دوه کاله کوچنی وو. تر متوسطه زده کړو وروسته يې د خپلې مور سره په دوکان کې کار کاوه. دواړو وروڼو په ۱۹۴۵م کال کې د مور مغازه واخيسته او له هماغه ځايه ېې کار پيل کړ.
د الدي نوم څنګه انتخاب شو
د آلبرشت وروڼو تر ۱۹۵۵م کال پورې د خپلو مغازو شمير ۱۰۰ ته ورساوه او په ۱۹۶۰م کال کې ۳۰۰ ته پورته شو. د دوی کلني فروشات ۹۰ ميليونه مارکه وو. دا د آلمان د بيارغونې کلونه ول. په همدې وخت کې دوی د خپلو مغازو نوم له «البرشت» څخه «الدي» ته واړاوه او لويديځ آلمان ېې هم د «شمال الدي» او «سويل الدي» په نومونه وويشه.
الدي څه معنی
د الدي نوم په اصل کې د "Albrecht" او "Discount" کليمو له دوو لومړیو حروفو څخه جوړ شوی دی. "Discount" د تخفيف يا د ارزانه فروشاتو په معنی.
سخت تجارتي رقابتونه
په وروستيو لسيزو کې له بقالۍ نه نيولې تر مارکيتونو او بيا د زنځيري مغازو په کاروبار کې ستر بدلونونه رامنځ ته شول. د تجارت په داسې يو سخت رقابتي ميدان کې څنګه کيدای شی چې شرکتونه ديوالي نه شي او په عين وخت کې ګټه وکړي؟ دا هغه پوښتنه ده چې په ۱۹۶۰مې لسيزې کې د البرشت وروڼه ورسره مخ شول.
تخفيف او نوښت
د البرت وروڼو د لومړي ځل له پاره په اروپا کې د «Discount» يا ارزان فروشۍ دود عملي کړ. خو څنګه؟ د بيلګې په توګه په ويترونو کې د مالونو کيښودل چې هم وخت او هم کارګر ته ضرورت لري، دوی ويترونه لرې کړل او مالونه يې پر تختو کيښودل. له دې لارې دوي مصروفونه ټيټ کړل او د خپلو حريفانو څخه نرخونه ارزانه کړل.
د کافي سهولت
د الدي په مغازو کې نه يوازې شيريني باب، غوښه، ترکاري او نور د اړتيا وړ شيان خرڅيږي، بلکي د قهوې اتومات ماشينونه هم پکې لګول شوي دي. ستړي ستومانه مشتريان اړ نه وي چې د يوې پيالې کافي څښکلو له پاره قهوه خانې يا کوم بل ځای ته ولاړ شي.
الدي د دې تر څنګ چې نن ورځ له لويو توليدي شرکتونه سره قراردادونه کوي، د هغو د کيفيت او نرخ موضوع هم ورسره ټاکي. تر ټولو جالبه خبره ده چې د مشهورو مارک درلودونکې کمپنۍ هم خپل توليدات الدي ته ورکوي، البته په هماغه کیفيت خو په ارزانه بيه.
تبليقات
د البرشت وروڼو ډير تجارتي تبليغات نه کول، دوی به ويل، «مناسبه بيه» تر ټولو ښه تبليغ دي. او دغه تبليغات به يې د «الدي مو خبروي» په نوم پاڼو له لارې کاوه چې وروسته ورځپاڼو سره ضميمه شولې.
د البرت وروڼه تري تم شول
د ۷۰مې لسيزې په لومړيو کې د البرشت وروڼه تري تم شول وروسته معلومه شوه چې سړي تښتونکو برمته کړي دي. هغوی ۱۷ ورځې وروسته، د ۱۹۷۱م کال د نوامبر پر ۲۹مه د ۱۷ د ۷ ميليونو مارکو په بدل کې د سړي تښتونکو له منګولو خوشې شول. تښتونکي هم په ۱۹۷۳م کال کې تر تحقيقاتو او پيژندې وروسته ونيول شول.
کار ته ادامه
د البرشت وروڼو تر دغې پيښې وروسته بیا هم خپل کاروبار ته ادامه ورکړه. د کنسرن الدي شرکت (شمال او سويل) اوس په ټوله اورپا کې ۸ زره څانګې لري. همدا ډول په امريکا متحده ايالاتو او استراليا کې څه باندې ۱۵۰۰ څانګې لري. په نقشه کې زيړ رنګ د شمال الدي او نارنجي رنګ د سويل الدي ښکارندوي کوي.
د لسونو ميليارډونو فروشات
د الدي کمپنۍ تر ۲۰۰۰م کاله پورې خپل مالي بيلانس نه ښکاره کاوه او یوازې په خپله له دوی سره وو. خو له څو کلونو راهيسې يې خپروي. په وروستي ځل خپور شوی بيلانس په ۲۰۱۰م کال کې ښيي چې الدي په يوه کال کې ۵۲ ميليارده او ۸۰۰ ميليونو يورو فروشات درلودل. په دې ترتيب د البرشت شرکت اوس د آلمان دوهم تر ټولو بډايه شرکت دی.
د بي وزلو افرادو مغازې
تر۱۹۸۰مې لسيزې تر لومړيو پورې د الدي مغازې د بې وزلو افرادو له پاره ځانګړې مغازې ګڼلې کيدلې، له همدې امله بډايه خلکو به له دغو مغازو سوداوې نه رانېولې، خو اوس دغه فکر بدل شوی دی.
بل نوښت
د اتیايمې لسيزې وروسته الدي خپلې مغازې د ښار د مرکزي سيمو څخه چې اوچتې کرايې يې درلودې د ښار اطرافو ته وکښلې. الدي د دې ترڅنګ د مشتريانو له پاره پاک او پراخ ماحول هم په نظر کې نيولی او دغه کار مرسته کړې چې ډير مشتريان ولري.
الدي يوازې خوراکي مواد، د کور لوازم او نور شيان نه خرڅوي، بلکي تخنيکي شيان لکه موبايل او کمپيوټر، لباس او حتی په ارزانه بيه سفري ټکټونه هم خرڅوي. د الدي ټکټونه معمولا ارزانه هم وي.
د کار ادامه
تئو البرشت په ۲۰۱۰م کال او کارل البرشت د ۲۰۱۴م کال د جون مياشتې پر ۱۶مه ومړ. د دوی کار په خپل حال ادامه لري. پورتنۍ انځور د ۱۹۹۵م کال دی چې مشتريان د ارزانه کمپيوټرونو د رانيولو له پاره په نوبت کې ولاړ دي.