دوه آلماني پولیس د جنسي اړیکي په جرم زنداني شول
۱۳۹۹ تیر ۲۴, سهشنبهد آلمان په ایرفورت ښار کې یوې محکمې هغو دوو پولیسو ته د بند سزا واوروله چې له خپل کاري دفتر څخه يې د جنسي استفادې د یوه ځای په توګه کار اخیستی وو. محکمې هر پولیس افسر ته دوه کاله او درې میاشتې بند سزا اورولې ده.
د محکمې په ترڅ کې د پیښې په تړاو وویل شول چې یادو پولیسو د آلمان د تورنګن ایالت په مارلیس هاوزن ښار کې د ۲۰۱۶م کال په سپتمبر میاشت کې د ترافیکي پلټنې پرمهال له یوې میرمنې څخه د اسنادو غوښتنه کړې وه. خو بیا وروسته د یادې میرمنې د اسنادو د جعلي کیدو موضوع رابرسیره شوې ده. په دې پیښه کې ښکیله میرمن په پولنډ کې زیږیدلې او هغه مهال یې عمر ۳۲ کاله وو.
د ځايي رسنیو د معلوماتو له مخې، پولیسو تر دې وروسته د هغې کور ته د اسنادو د پلټنې په موخه تللي دي. یاد افسرانو ادعا کړې چې دغې میرمنې په ناڅاپي توګه ځان د دوی پر وړاندې بربنډ کړی دی.
يوه ۲۳ کلن پوليس وویل چې هغه د دې وضعیت په لیدو ډیر حیران شو. نوموړي پولیس منلې چې له دغې میرمنې سره یې د جنسي اړیکې په نیولو سره یوه جدي تیروتنه کړې ده. په محکمه کې دا هم وویل شول چې د دغه پولیس بل ملګری افسر چې عمر یې ۲۸ کاله دی، د دوی د جنسي اړیکې فلم هم اخیستی دی.
د معلوماتو له مخې، هغه دغه فلم بیا د یوې ګزمې په ترڅ کې بل پولیس افسر ته هم ښولی دی خو بیا وروسته یې ډیلیټ یا پاک کړی دی. زیاته شوې ده چې د فلم د ترلاسه کولو له پاره، له یوه شرکت څخه هم د مرستې غوښتنه شوې ده.
د محکمې پرمهال د پیښې عیني شاهده چې په خپله دغه میرمن وه، موجوده نه وه. محکمې ویلي چې داسې امکان هم شته چې دغې میرمنې به د جنسي اړیکې د نیولو بهیر پیل کړی وي، خو وايي چې ښايي هغې د ویرې له کبله په دغه کار لاس پورې کړی وي.