۳ اړخیزه ناسته؛ د چین او پاکستان خارجه وزیران کابل ته رسیدلي
۱۴۰۴ مرداد ۲۹, چهارشنبهد پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمداسحق ډار، او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي، نن چهارشنبه ( ۲۰۲۵ م کال د اگست ۲۰ مه) د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږمې دورې په درې اړخیزه غونډه کې د گډون له پاره کابل ته رسیدلي دي. د دغه وزارت د اعلامیې له مخې په پام کې ده چې هغوی به په کابل کې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر سره، په یوې درې اړخیزې ناستې کې گډون وکړي.
اړوند:چین ولې د طالبانو له حکومت سره اقتصادي اړیکې غواړي؟
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بڼسټ په دغه ناسته کې د پاکستان، چین او طالبانو ترمنځ به پر سیاسي، اقتصادي او سیمه ایزو همکاریو سربیره، د نورو "مهمو" موضوعگانو په هکله هم بحثونه ترسره سي.
که څه هم دچین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې، افغانستان ته د نوموړي بهرنیو چارو وزیر د سفر په هدف کې، یوازې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزې ناستې کې گډون ته اشاره سوې ده، خو طالبانو ویلي دي چې په پلان کې ده چې وانگ یی به سربیره پردې له امیرخان متقي، او د دغې ډلې له ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره، له چین سره د طالبانو د اړیکو، اقتصادي همکاریو او د متقابل اعتماد پر بڼسټ د اړیکو د ټینگیدو په هکله لیدنې کتنې او خبري وکړي.
چین له یو شمیر هغو هیوادونو څخه ؤ چې حتی په افغانستان کې واک ته د طالبانو له دوهم ځل رسیدو مخکې یې لا له دغې ډلې سره اړیکې درلودې او وروسته له هغه یې په چین کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو سفر ومانه.
خو په ظاهره کې د طالبانو او چین ترمنځ اړیکې د تیرو وختونو په پرتله چې ژورې بلل کیدې، کمرنگه سوي دي. لکه څرنگه چې په پام کې ده، پاکستان به په راتلونکې اونۍ کې د طالبانو د مخالفو څیرو د یوې غونډې کوربه توب وکړي. داسط یوه ناسته چې د طالبانو او د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د پخواني استازې له غبرگون شدید سره مخامخ سوې ده.