پر ايران د ملګرو ملتونو د بنديزونو د بيا پيليدو اقدام
۱۴۰۴ شهریور ۷, جمعهدريو اروپايي هيوادونو په هغه ليک کي چي د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته يې وړاندي کړی دی، د ايران پر وړاندي د Snapback په نوم ميکانيزم چي په تيره لسيزه کي لغو سوی وو، بيرته فعاله کړ. د دغه ميکانيزم له مخي که ايران پر خپلو ژمنو و نه دريږي د ملګرو ملتونو بنديزونو بيرته پيليږي.
دا اقدام کولای سي د ۲۰۱۵م کال د اټومي توافق د پای ته رسېدو په معنی وي، چي د اتريش په پلازمېنه ويانا کي د «برجام» په نوم پرې توافق سوی وو.
دغه تړون چي ټاکل سوې ده په اکتوبر مياشت کي پای ته ورسيږي، د دې له پاره تدوين سوی وو چي د ايران له خوا د اټومي بم جوړولو مخنيوی وکړي، د ايران اټومي پروګرام اداره کړي او د يورانيمو د غني کولو اندازې ته محدويتونه وټاکي.
د پنجشنبې د ورځي اقدام ښيي چي د ايران د اټومي پروګرام په اړه د دريو اروپايي هيوادونو د صبر کاسه ټکه سوې؛ ځکه چي دغو هيوادونو تر دې مخکي د اګست مياشتي تر پايه پوري د مشخصو اقداماتو غوښتنه کړې وه.
کارپوهان او ډيپلوماتان پر ايران تور لګوي چي د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون يې نقض کړی دی، يورانيم يې تقريباً تسليحاتي درجې ته تر رسېدو پوري تولید کړي او په ۲۰۱۸م کال کي يې د دونالد ترمپ د لومړی ولسمشريزي دورې پر مهال له دې تړون څخه د امريکا متحده ايالاتو يو اړخيزه وتل له دې تړون سره د خپلو ژمنو ځنډول د يوې پلمې په توګه کارولي دي.
د دغو هيوادونو په ګډه اعلاميه کي راغلي دي: «ايران د خپلو غني سويو رانيمو د زيرمو له پاره هيڅ ملکي توجيه نه لري. له همدې امله د دوی اټومي پروګرام د نړيوالي سولي او امنيت له پاره يو څرګند خطر دی.»
ايران د مناسب جواب ګواښ کړی
د تهران د اټومي وړتياوو په اړه اندېښنې د روان کال په جون مياشت کي د اسرائيل او ايران ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ شخړي لامل سوې چي پکښې امريکا د ايران پر اټومي تاسيساتو په بريد سره مداخله وکړه.
ايران د پنجشنبې په ورځ د دغه ميکانيزم فعاليدو ته په غوسې سره غبرګون وښود.
د ايرنا خبري آژانس د راپور له مخي د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د خپلو اروپايي سيالانو او د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست له مشري کايا کلاش سره په تليفوني خبرو کي وويل چي دا پريکړه «غيرقانوني او بې اساسه» ده.
عراقچي زیاته کړه، چي ايران به دې «ناعادلانه عمل» ته مناسب جواب ووايي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير يوهان واده فول، ايران څخه غوښتي دي چي د خپل اټومي پروګرام په اړه خبري اتري ژر له سره پيل کړي.
هغه وويل: «موږ پوره باور لرو چي ډيپلوماسي دلته پای ته نه رسيږي. کولای سي او بايد دوام ومومي. په هر صورت، ايران بايد اوس اقدام وکړي.»
۳۰ ورځنی فرصت
ياد ميکانيزم دا تصريح کوي چي د ملګرو ملتونو امنیت شورا بايد په ۳۰ ورځو کي د لغوه سويو بنديزونو د بيرته پيلولو په اړه پريکړه وکړي.
روسيه چي له ايران سره نږدې اقتصادي او پوځي همکاري لري، د ايران په ګټه پريکړه په نظر کي لري.
که چيري پريکړه ليک وړاندي يا رد نه سي، نو د ملګرو ملتونو پخواني بنديزونه، چي له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۰م کاله پوري نافذ ول، د ملګرو ملتونو په امنيت شورا که به د نوي رايي ورکولو پرته بيرته نافذ سي.
بريتانيا او فرانسه چي د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کي د دايمي غړي په توګه د ويتو حق لري، کولای سي د ايران په ګټه هر ډول پريکړه ليک رد کړي.
پر ايران باندي بنديزونو سخت اغېز کړی
دغه بنديزونه به احتمالاً پر ایران باندې د پام وړ اغیزه ولري، هغه هيواد چي شاوخوا ۹۰ میلیونه نفوس لري او دمخه لا تر سختو بندیزونو لاندي دی. ايران چي د تيلو او ګازو بډايه زيرمي لري بنديزونه په عمده توګه د انرژۍ سکتور په نښه کوي.
پر دې سربيره دغه هیواد تر زياتي کچي له نړيوالو مالي معاملو څخه جلا سوی دی. ايران به د ملګرو ملتونو د بنديزونو په بيا فعاليدو سره چي اقتصاد او پوځي توکي په نښه کوي تر نور سخت فشار لاندي راسي.
ايران خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی
د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي لږ وروسته له هغه چي درو اروپايي قدرتونو پر ايران باندي د ملګرو ملتونو د بنديزونو بيا لګول پيل کړي، وويل: »که لوېديځ ښه نيت وښيي، ايران چمتو دی چي د خپل لانجمن اټومي پروګرام په اړه «عادلانه» خبري اتري بيا پيل کړي.»
د اروپايي ټولني د بهرنۍ پاليسۍ مشري کايا کلاش ليکلي دي: «عراقچي د عادلانه او متوازنو ډيپلوماتيکو خبرو اترو د بيا پيل له پاره د ايران چمتووالی بيا تائيد کړ، په دې شرط چي نور اړخونه ښه نيت وښيي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چي د برياليتوب چانسونه زيانمنوي.»