خليلزاد او ملا برادر پر څه سره ږغيدلي؟
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبهد امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا د چهار شنبې په ورځ ويل شوي چې د افغانستان د سولې له پاره د متحده ایالاتو ځانگړی استازی يو وار بيا د قطر پلازمينې دوحې ته تللی څو د طالبانو استازي دې ته وهڅوي چې د سولې پروسه چټکه او بين الافغاني خبرې اترې ترسره شي.
زلمی خليلزاد به همدا راز له پاکستاني او هندي چارواکو سره هم وگوري او له هغوی سره به په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمولو او د کرونا د وبا پر وخت د همکارۍ د زياتولو په اړه خبرې اترې وکړي.
د طالبانو د قطر د دفتر وياند سهيل شاهين د خليلزاد او ملا برادر د ملاقات په اړه د تويتر له لارې ويلي دي چې د طالبانو د مرستيال مشر او زلمي خليلزاد ترمنځ د ليدنې کتنې پر وخت د قطر د بهرنيو چارو ځانگړی استازی مطلق القحطاني هم موجود وو.
شاهين زياته کړې: «په دې غونډه کې د بنديانو پر چټک خلاصون، د بين الافغاني مذاکراتو د پيل او د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون د بشپړ تطبيق په اړه مفصل بحث وشو.»
د امريکا ځانگړی استازی زلمی خليلزاد په داسې حال کې دوحې ته تللی چې داسې انديښنې راپيدا شوي چې د طالبانو له خوا د بريدونو زياتېدل او کرونا وبا به د افغانستان د اوږدې جگړې له پاره پر لاره اچول شوې هلې ځلې زيانمنې کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا زياته شوې چې خليلزاد به دوحې، پاکستان او هند ته د سفر پر وخت «د تاوتريخوالي د ژر تر ژره کمولو غوښتنه وکړي، د بين الافغاني خبرو د چټک پيل په برخه کې به هلې ځلې وکړي او له ټولو اړخونو به په افغانستان کې د کرونا وبا ته د ځواب ويلو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړي.»
خو وزارت د خليلزاد د سفر په اړه چې د سه شنبې په ورځ پيل شوی دی، دقيق مهال ويش نه دی په ډاگه کړی. د وزرات له خوا ويل شوي چې زلمی خليلزاد به طالب مشران دې ته وهڅوي چې د فبرورۍ میاشتې د ۲۹ نیټې تړون «په بشپړه توگه» عملي کړي.
زياته شوې چې خليلزاد به په هند کې چې د افغان حکومت يو مهم ملاتړی هېواد دی، له حکومتي چارواکو سره په پايداره سوله کې د هند پر نقش وغږيږي او نوموړی به په اسلام آباد کې هم د سولې پر پروسه له چارواکو سره خبرې وکړي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ په تړون کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانيانو پر تبادلې او د مارچ پر لسمه نیټه د بين الافغاني خبرو پر پيل توافق شوی وو. خو د بنديانو د آزادولو پر سرعت او اندازې باندې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او وسله والو ترمنځ شخړې د سولې خبرې له خنډ سره مخامخ کړې.
تر اوسه افغان حکومت د طالبانو په سونه بنديان آزاد کړي او دا پروسه لا دوام لري. طالبانو هم د حکومت يو شمير بنديان آزاد کړي دي.
وسله والو طالبانو په دې وورستيو کې خپل بريدونه هم زيات کړي دي او د فبرورۍ پر ۲۹ نیټه د تړون له لاسليک راهيسې یې۴۵۰۰ بريدونه کړي دي. خو طالب بيا د تاوتريخوالي د زياتېدو پړه پر افغان حکومت او امريکا متحده ايالاتو ور اچوي.
bs/nz (Reuters)