جرمني یوه ډله عراقي پناه غوښتونکي اخراج کړل
۱۴۰۴ تیر ۳۱, سهشنبهد خبري اژانس د معلوماتو له مخې، یوې الوتکي چې عراقي رد شوي پناه غوښتونکي پکې وو، له لايپڅيګ هوايي ډګره د بغداد پر لور پرواز وکړ. د الوتنو اړوند یو سایټ Flightradar24 ښيي، چې دغه طیارې نن سېشنبه لايپڅيګ د بغداد په مقصد ترک کړ.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او دا هم نه ده معلومه، چې دغې الوتنې کې څومره عراقي پناه غوښتونکي وو.
د المان خبري اژانس د یوه انځور اخستونکي د معلوماتو له مخې، د دغې طیارې مسافر له یوه کوچني بکس، پولیسو او دوو بسونو سره د لايپڅيګ هوايي ډګر ته ولېږدول شول. د دغې عکاس په وینا، پولیس له دغو مسافرو سره په جدا، جدا توګه له زینو د طیارې تر دننه ملګري ول.
اړوند: آلمان د قونسلي چارو پرمخ بیولو له پاره د طالبانو دوه استازي مني
تېره فبرورۍ میاشت کې هم د المان له ۱۱ ایالتونو څخه راټول شوي ۴۷ عراقي رد شوي پناه غوښتونکي په یوې چارتر الوتنه کې اخراج شوي وو. د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال له دې هېواد څخه ۸۱۶ عراقي پناه غوښتونکي اخراج شوي دي.
د تېرې جمعې په سهار هم یوه الوتکه، چې یوه ډله افغان پناه غوښتونکي پکې سپاره وو، له لايپڅيګ هوايي ډګره پورته شوه او د همدې ورځې په مازیګر په کابل کې ښکته شوه.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغې طیارې کې هغه ۸۱ افغان پناه غوښتونکي اخراج شول، چې په المان کې یې جرمونه کړي وو. دا پر افغانستان د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسې د اخراج دویېم پرواز و.
د عراق نا ارامه حالت
له لسیزو جنګ، جګړو وروسته لا هم په عراق کې حالت کړکېچن دی. که څه هم په دغه هېواد کې کومه لویه جګړه نه شته؛ خو د ایران ملاتړي وسله وال ګروپونه وخت ناوخت بریدونه ترسره کوي. پر دې سربېره، د دغه هېواد په شمال کې له کرد ډلو سره هم نښتې روانې دي.
اړوند: آلمان یو ځل بیا د افغان مهاجرو اخراج پیل کړ
د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ پر اساس، د دغه هېواد په داخل کې ۱،۲ میلیونه کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي او درې میلیونه کسان په بشري مرستو پايي. ډېر شمېر ستنېدونکي کسان نه شي کولی خپلې لومړنۍ اساسي اړتیاوې پوره کړي.
د راستنېدونکو کډوالو په اړه د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا آی او ایم د ۲۰۲۳م کال د یوې سروې له مخې، نیږدې نیمايي ځواب ورکوونکو ویلي، چې غواړي په شپږو میاشتو کې دننه دا هېواد پرېږدي.