روغتيااروپا
جرمني: په مخدره موادو اخته ډیر ځوانان مړه سوي دي
۱۴۰۱ آذر ۱۲, شنبهاعلان
دا د هغه رپوټ څخه معلومیږي، کوم چي د ان ډي اېر المانۍ راډیو د ایالتونو څخه د یوې پوښتني په حواله نن چهارشنبه نشر کړی دی.
په داسي حال کي، چي د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ د کاله د ۴۴ څخه تر ۵۹ پوري ځوانان مړه سوي دي، بیا په ۲۰۲۰ کال کي ۷۸ او په ۲۰۲۱ کال کي حتی ۱۳۱ کسان وه.
په مجموع کي بیا د ځوانانو سره یوځای په ۲۰۲۱ م کال کي ۱۸۲۶ کسان مړه سوی دي، چي داد یوه کال دمخه په نسبت تر ۱۵ فیصده اضافه هم لوړ والی ښيي.