جرمني: په برلین کې یوې ګیدړې لسګونه جوړې بوټونه غلا کړي
۱۳۹۹ مرداد ۷, سهشنبهد برلین ځايي رسنیو رپوټ ورکړی چې یوې ګیدړې د برلین په جنوبي زیلن ډورف سیمه کې له کورونو شاوخوا ۱۰۰ جوړې بوټونه غلا کړي دي. په دې سیمه کې له یوې مودې راهیسې د څپلیو، بوټانو، سپورتي بوټونو په شمول هر راز پای پوښ ورکیدل چې دغه کار د سیمې اوسیدونکې په شک کې اچولي ول. تر یوې مودې وروسته، د سیمې اوسیدونکو غل وموند او هغه انسان نه، بلکې یوه ګیدړه وه.
د برلین د دې سیمې یوه اوسیدونکي کریستین مایر چې ګیدړه یې پر غلا ګیر کړې وه، د بوټانو تر ورکیدو وروسته یې پر یوه انترنتي معلوماتي پاڼه د خپلو بوټانو د ورکیدو خبر خپور کړ. تر لنډې مودې وروسته معلومه شوه چې هغه یوازې نه دی چې بوټان یې ورک دي، بلکې نورو اوسیدونکو هم د ورته مشکل شکایت کړی وو.
مایر د سیمې د اوسیدونکو ستونزه هغه وخت حل کړه، کله چې یې د سړک پر غاړه باندې د یوې ګیدړې په خوله کې بوټونه ولیدل.
هغه په دې وتوانید چې په دې لنډه موده کې د غلا په حالت کې د ګیدړې انځور هم واخلي او په دې توګه یې یوه ګیدړه د جرم په حال کې ګیر کړه. مایر بیا وروسته، د ګیدړې هغه ځای هم وموند چیرته یې چې ګڼ شمیر رنګین بوټونه تر غلا کولو وروسته راټول کړي ول.
له بده مرغه کریستین مایر تر اوسه پورې خپل بوټان نه دي موندلي خو د سیمې دریو تنو اوسیدونکو د ګیدړې له دې ځایه خپل بوټونه بیرته ترلاسه کړي دي.