جرمني ولي د همجنسبازانو له پاره خطرناکه کیږي؟
۱۳۹۸ مرداد ۵, شنبهد برلین دغه سیاحتي شرکت د هغه علت د همجنسبازانو په مقابل کي مخ پر ډیریدونکی تشدد او زورزیاتی ښوولی دی. د گای ترېول انډیکس(GTI ) په حواله جرمني ته د همجنسبازانو د راتگ جدول د دریم مقام څخه اوس ۲۳ مقام ته راکښته سوی دی. د سیاحتي شرکت،شپارتاکاس یوه ویاند، لېندر میل برېشت دې ته اشاره کړې ده، چي تیر ۲۰۱۸ عیسوي کال یوازي په برلین کي پولیسو د همجنسبازانو په مقابل کي د تشدد ۲۲۵ پيښي ثبت کړي دي، چي دا تر۲۰۱۷ م کال ۵۴ اضافه پيښي ښيي.
د برلین د همجنسبازانو د تشدد ضد سازمان مانیو (Maneo) لا حتی د ښځينه او نارینه همجنسبازانو په مقابل کي په همدې موده کي د ۳۸۲ پيښو او حملو ادعا کوي.
د دغه سازمان او شپارتاکاس شرکت په حواله د جرمني په نورو ښارونو او برخو کي هم حالت تر دې ښه نه دی او ځکه نو د هغوی په راتگ کي ډیر کموالی راغلی دی.
زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:(08.12.2017 )