جرمني: نایجریايي مافیا ښځي بدلمنۍ ته رالیږي
۱۳۹۸ دی ۶, جمعهخصوصأ د جرمني د دویسبورگ په ولکان سړک کي د ډیرو ښځو د پیسو گټلو خوب او خیال په یوه وحشتناکه خوب باندي تبدیلیږي. دا هغه ځای دی چي د اروپا تر ټولو لوی د بدلمنۍ کار وبار پکښي کیږي. دلته چي همېشه د شپې له خوا سره څراغونه چالانه وي، په مخ پر ډیریدونکي ډول سره ډیري نایجریايي ښځي راوستل کیږي.
د مجبوره سوو تن پلورونکو ښځو او انساني قاچاقبرانو له قربانیانو سره د مرستي ټولنه (Solwodi) غړې باربرا وېلنر وايي چي اکثره دغه ښځي د نایجریايي د مافیا له خوا دلته راوستل سوي دي. وېلنر دویچه ویله ته وویل: «دا اکثره هغه ځواني ښځي دي چي مکتبونو ته نه دي تللي او یوازي مور او یا پلار لري.«
په وحشتناکه میتود سره ښځي بدلمنۍ ته مجبوره کول
دغه تر یوه حده پوري بې سرپرسته ښځي د انساني قاچاقبرانو تر تعقیب او نظارت لاندي وي او کله چي یې په اصطلاح په جال کي ولویږي، بیا نو هغوی د یوې لويي شبکې په واسطه لاس پر لاس کیږي، تر څو اروپا او خصوصأ جرمني ته ورسیږي. په اخره کي هغوی د »مادام« په نامه د بدلمنو ښځو ساتونکو او کاروباریانو ته سپارل کیږي.
په نایجریا کي لا دغو ځوانو ښځو ته ویل کیږي چي تر اروپا پوري پر سفر باندي یې ډیر مصرف راځي، خو دا کومه مشکله خبره نه ده، ځکه هغوی په اروپا کي بې له هغه ډیري پیسې گټي. خو ددې له پاره چي پیسې پوره او بیرته یې ورکړي، نو پرهغوی باندي وروسته سخت فشار راځي.
ښځو ته په جرمني کي ویل کیږي، چي که پیسې ور نه کړي، نو خپلوان به يې ورقتل او یا به یې په مختلفو ناروغیو باندي اخته کړي.
خو په اروپا کي بیا ددغو ښځو له پاره د پیسو گټلو یوازنۍ لار داده، چي ځانونه د «مادام- Madam » په نامه د بدلمنو ښځو ساتونکو او کاروباریانو ته وسپاري.